په امریکا کې د ایراني او ترکي غالیو نندارتون

د متحده ایالاتو په لویدیځ کولوراډو ایالت کې د ایراني او ترکي غالیو نندارتون جوړ شوی. دغه غالۍ چې څو پیړۍ وړاندې اوبدل شوي، د سیمو ځانګړې مګر له یو بل سره تړلې تاریخي کیسې لري.

د ډینور د هنرونو موزیم د تیرو ۵۰۰ کلونو لسګونه اوبدل شوې غالۍ چې د اوسني ایران او، ترکیې برسېره له ارمنستان، اذربایجان او ګرجستان سره تړلي، نندارې ته ایښي.

د موزیم مشر کریسټوف هینریچ وايي، ځینې غالۍ زرګونه کیلومتره لیري کلتورونه سره نښلوي.

هینریچ، وویل: "دا غالۍ داسې ډیرې نښې لري چې بیلابیل کلتورونه سره نښلوي. دا په ریښتیا ښیي چې له یو هیواد څخه بل هیواد ته شکلونه، نښې او معلومات راوړل شوي."

د اوبدل شويو توکو ښه والی دا ښودل کیږي چې ژر نه خرابیږي او د لیږدولو چاره یې نسبتاً اسانه ده. خلکو دا غالۍ د لمانځه ادا کولو، د خونو تودو ساتلو او ویده کیدو لپاره کارولې ، لکه ترکۍ غالۍ چې "یاتک" ورته وایي، چې د لېږدېدونکې بسترې په توګه کارول کیږي.

د پیړیو پخواني توکي او داسې غالۍ چې خیالي ژوې او زمریان پرې کښل شوي، د نندارچيانو ډیرې خوښېږي.

کریسټوف هینریچ وویل: "د دوی ډول ډول کارول احساسیږي. نن سبا معمولاً غالۍ د فرش په توکه کارول کیږي، هغه څه چې تاسې یې د خونې په منځ کې هواروئ او تل خونه او پښې ګرمې ساتي. مګر په ۱۹ مه پیړۍ کې دا یوه بستره وه. او زه چې کله ورته ګورم فکر کوم دا به یوه ښه ارامه بستره وي."

په شپاړسمه پیړې کې، د اوسني ایران کرمان ښار د اوبدلو شوو توکو یو سوداګریز مرکز و. واړه ګلدانونه او داسې نور ډیزاینونه د صفوی سلطنت د دورې د خوښې ډیزاینونه وو. همدارنګه د پیړیو پخواني توکي او داسې غالۍ چې خیالي ژوې او زمریان پرې کښل شوي، د نندارچيانو ډیرې خوښېږي.

کریسټوف هینریچ د دا ډول غالیو اوبدل یوه پنځونه بولي. هغه وویل: "کله چې تاسو له نږدې ورته وګورئ، تاسو دلته د حلقو بشپړ ډولونه ګورئ، دا ډول ډول ښایستونو واقعاً د دې زمري د بدن د تشریح کولو هڅه کوي."

هینریچ وايي د غالیو دا بډایه رنګونه، نمونې او سمبولونه په ټوله سیمه کې د سوداګرۍ او ډیپلوماسۍ ژور تاریخ ښیي. دا نندارتون تر مې میاشتې دوام لري.