داعش په افغانستان کې د خپلو ظلمونو تصویرونه خپاره کړل

ISIS Afghanistan

د اسلامي دولت ډلې ته په منسوبې یوې ویپاڼې کې په تازه خپرو شویو تصویرونو کې ادعا شوې ده چې دغې ډلې په ننګرهار ولایت کې یو شمېر افغان سرتېري وژلي دي.

داعش وايي دا د ننګرهار ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره یې د جګړې د لومړۍ کرښې تصویرونه دي.

په تصویرونو کې د افغان ځواکونو یو نظامي ګاډی ښودل کیږي چې ظاهرآ د سړک غاړې پر ماین برابر شوی او الوزول شوی دی؛ په ګاډي کې یو شمېر وژل شوي کسان لیدل کیږي چې د افغان ځواکونو لباسونه یې پر تن دي.

د یو بل سرتېري عکس هم لیدل کیږي چې سر یې له تن جلا کړل شوی دی؛ د پېښې په ځای کې یو شمېر وسله وال لیدل کیږي چې د داعش جنګیالیو دودیز لباسونه یې پر تن دي او د وژل شویو کسانو د وسلو او نورو وسایلو په ټولولو بوخت دي.

تراوسه افغان حکومت او چارواکو د دغو تصویرونو په اړه څه نه دي ویلي؛ د داعش پر وېپاڼې هم لیکل شوي نه دي چې دا تصویرونه یې کله اخیستي دي.

خو، دغې ډلې وړاندې هم په ننګرهار کې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو ویډیوګانو خپرې کړې وې او همدغه راز پر افغان ځواکونو یې بریدونه هم کړي دي.

افغان حکومت تراوسه د دغو خپرو شویو تصویرنو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د داعش ډلې فعالیتونه په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت زیات شوي دي؛ داسې راپورونه هم خپاره شوي چې داعش تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې نوي ځوانان جذبوي او پیغلې واده کولو ته مجبوروي.

د اسوشیټټ پرس خبري اژانس داعش د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر حنیف اتمر، داعش ډلې او نورو جنګیالیو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی که په افغانستان کې روان حالت ته جدي پام ونشي، دا هېواد به یو وارې بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي.

ښاغلي اتمر ویلي اورپکي کمزوري شوي نه دي بلکې خپله بڼه یې بدله کړې ده.

وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال کمبل هم ویلي وو چې یو شمېر طالبان کوښښ کوي چې د داعش ‌له ډلې سره یو ځای شي.

یو شمېر استخباراتي راپورونه وايي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ زرو ترمنځ د داعش ډلې جګړه ماران فعالیت دي.