اسلامي نړۍ د فلسطین په اړه ځانګړې غونډه کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دغې غونډې کې برخه اخیستې چې د اندوینزیا په پلازمینې جاکرتا کې روانه ده.

د افغانستان په ګډون د نړۍ د مسلمانو هېوادونو استازي په اندونیزیا کې ټول شوي چې د فلسطین او اسرایلو پر ستونزو او نورو مهمو مسایلو وغږیږي.

اندونیزیا، چې د نفوس له پلوه په نړۍ کې تر ټولو لوی اسلامي هېواد بلل کیږي، نور مسلمان هېوادونه هڅولي چې د فلسطین او اسرایلو د ستونزې په حلولو کې مرسته وکړي.

د دغه هېواد ولسمشر جوکو ویدودو وویل چې اسلامي هېوادونه د فلسطین او اسرایلو ترمنځ پر شته ستونزې خواشیني دي. هغه پر اسرایلو هم نیوکه وکړه چې "ناقانونه او یوه اړخیزې تګلاره" یې غوره کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دغې غونډې کې برخه اخیستې چې د اندوینزیا په پلازمینې جاکرتا کې روانه ده. د ملګرو ملتونو،روسیې، امریکا او اروپايي ټولنې استازي هم په دغې غونډې کې ګډون کوي.

د اندونیزیا ولسمشر په دې ټېنګار وکړ چې د اسلامي هېوادونو کنفرانس دې هم باید د اسرایلو او فلسطین ترمنځ د ستونزې د حل یوه برخه وي.

اخوا، د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري وویل چې هېواد يې په دې باور دی چې فلسطین د خپلواکۍ او خپل برخلیک د ټاکلو حق لري او مستحق یې دی.

اسرایل وايي چې له فلسطین سره یې د ستونزو د زیاتوالي علت د فلسطیینانو ناسم چلن او دروغ ویل دي، خو فلسطینیان وايي چې په منځني ختیځ کې د ستونزو بیخ د اسرایلو له لوري د فلسطیني سیمو اشغال دی.

د دواړو خواو ترمنځ د ستونزو په هواري، د بیت المقدس د برخلیک، د سرحدونو د ټاکلو او نورو امنیتي تدابېرو په تړاو نړیوالو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د فلسطین او اسرایلو ترمنځ د سولې خبرې شاوخوا درې کاله مخکې وځنډېدې او فلسطین یې اصلي علت په لویدیځې غاړې او د بیت المقدس په ختیځ کې د اسرایلو له لوري یهودانو ته د نویو مېشت ځایونو جوړول په ګوته کړل.