د ننګرهار کامه کې د نوماند پر کمپاین‌غونډه ځانمرګي برید ۱۴ تنه وژلي

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي د کامې د ځانمرګي برید زیات ټپیان جلال اباد ښار ته روغتونونو ته وړل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، نن د سه شنبې د ورځې(تلې ۱۰ مه) د ماسپښین په یوه نیمه بجه د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ مرکز سره نږدې د ولسي جرګې را روانو ټاکنو ته د یو نوماند محمد ناصر د ټاکنیز کمپاین په غونډه کې ځانمرګی برید شوی، چې د لومړینو راپورونو له مخې لږ ترلږه ۱۴ تنه یې وژلي او له ۴۳ زیات یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغه ځانمرګي برید کې تر اوسه څوارلس کسان وژل شوي او دېرشو ‌‌‌‌‌‌ډېر زخمیان دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د کامې په ولسوالۍ کې په دغه ځانمرګي برید کې ۱۴ تنه مړه شوي او ۴۳ ټپیان په کامه او جلال اباد کې روغتون ته وړوړل شوي دي.

له بلې خوا پداسې حال کې چې د ننګرهار صحت عامه او د ولایت مقام په پیښه کې یوازې څوارلس وژل شوي تائیدوي، د ولایتي شورا وکیل ناصر کامه وال رسنیو ته ویلي چې په پیښه کې ٢١ تنه وژل شوي دي. خو رسمي منابع دا خبره نه مني.

د پېښې یو عیني شاهد رحمت الله امریکا غږ ته وویل چې ځانمرګی برید د غون‌‌‌‌‌‌ډې په منځ کې شوې او تر پنځه ویشتو کسان پکی وژل شوي او تر پنځوسو ‌‌‌‌‌‌ډېر زخمیان دي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.