والش: زما ویره داده ښايي طالبان یوه میاشت اوربند ونه مني

جان والش د سولی په انستیتیوت کې د افغانستان د چارومتخصص دی

والش امریکا غږ ته په مرکه کې وویل د افغانستان شخړه په نړۍ کې تر ټولو خونړۍ اوله مرگ ژوبلی نه ډکه شخړه ده، نو پکارده چی سوله وشي.

د افغانستان د حکومت له خوانه د سولی د اوه فقره يی پلان وړاندې کول ډیر مثبت کاردی. خو زه دا ویره لرم چی طالبان به یوه میاشت اوربند ونه مني. دا اندېښنه جان والش د امریکیا د سولی دانستیتیوت متخصص او دافغانستان د چارو څېړونکي له آشنا تلویزیون سره په مرکه کې څرگنده کړ ه.

هغه د افغانستان د حکومت د سولی د پلان په برخه کې وايي چی دی فکر کوي دا ډیر مثبت کاردی چی دافغانستان حکومت د سولې د بهیر د بیا پیل کولو لپاره په مثبت او جدي ډول فکر کوي. خو زه په دې کې شک لرم چی طالبان به د سولی د یوې میاشتې له اوربند سره د مخکینی شرط په توگه موافقه وکړی.

Your browser doesn’t support HTML5

والش: د پاکستان نفوذ شته خو په بشړه توگه نه

جان والش وايي: ماته شخصا دا ډیره واقع بینانه ښکاری چی هغوی به د سولی د خبرو په وخت کې له دایمی اوربند سره موافقه وکړي. خو یوه میاشت اوربند به د مخکینی شرط په توگه ونه مني.

زه فکرکوم ولسمشر غنی او دهغه نه مخکې ولسمشر د ډیرو کلونو لپاره ډیر مدبرانه دریځ درلود چی ویل به ېې د سولی په خبرو کې به له مخکینیو شرایطو نه پرته گډون وکړي، او رېښتیا خبره داده چی دهغوی دریځ دې مسلې ډیر لوړ کړی و.

خو اوس زه دا اندېښنه لرم چی هسې نه دغه ډول شرط د سولې له خبرو نه مخکې په غیرقصدي ډول ددې سبب شی چی د سولی د خبرو د پیل مخه ونیسی.