کابل کې ښځو د خپلو حقوقو لپاره لاریون وکړ

کابل کې ښځو د خپلو حقوقو لپاره لاریون وکړ

افغان میرمنو د مارچ اتمی د ښځو د نړیوالی ورځی د لمانځنی په مهال د دی هیواد له دولت او قضایی سیستم نه وغوښتل چې د ښځو په وړاندې دې عدالت پلی کړي.

پدې مناسبت په هغه لاریون کې چې نن د کابل ښار د مدني بنسټونو، بشري حقونو او د ښځو د خیر ښیګڼی لپاره د نورو سازمانونو کارکونکو له خوا جوړ شوی دی ښځې افغان دولت په دې ګرموي چې د لسو کالو حکومتدارﺉ نه پس یې لا هم په افغاني ټولنې کې د میرمنو ځای نه دی پیژندلی او د هغوی مدني حقونو ته یې غاړه نه ده ایښې.

د دوی په وینا په داسې حال کې چې میرمنو سره د مرستو او د دوی نه د ملاتړ په نوم میلونونه ډالر هیواد ته راوړل شوي، لا هم د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ښځې د خپلو لومړنیو حقونو نه بې برخی دي.

د ننني لاریون یوه ګډونواله مقدسه تلواله وایي، مدني ټولنه په ۲۰۱۱ کال کې د افغان دولت نه د ښځو په هکله عدالت غواړي.

نن سبا افغانې میرمنو په هیواد کی د جنګ جګړو له امله خپل خوندیتوب له لاسه ورکړی او ډیری د بیلابیلو خطرونو سره مخامخ دي.

سیمه ییز قوماندانان د ښځو په کورنیو شخړو کې پراخې لاس وهنې لري او میرمنې د ځواکمنو له خوا په غیر قانوني ډول ګرمې بلل کیږي. په صحرایي محکمو کې سنګساریږي او د هغوی حیثیت ته هیڅ ډول ارزښت نه ورکول کیږي.

صحي خدماتو ته د ښځو نه لاس رسی په دوی او د دوی په ماشومانو کې د بې کچې مړینې سبب کیږي. د هغوی پر څیرو د تیزابو شیندل او نور ګواښونه پر دوی د مکتب او تعلیم دروازې بندې کړي دي.

عدالت ته نه لاس رسی ددې سبب شوی چې په ډیرو هغو قضییو کی چی ښځی ګرمی هم نه وي، ملامته وپیژندل شي او څوک یې فریاد وا نه وري. د مخالفو خواوو په جګړو کې تر ټولو زیات زیانمنې او قربانیانې ښځې دي.

دا میرمنی وایي اوس مهال ددی وخت رارسیدلی چې افغان دولت دې په ټولنی کې د میرمنو اغیزمن شتون ومني او د هغوی حقونو ته دې غاړه کیږدي.

په نننی لاریون کی د ښځو غوښتنې دا وې چې دولت دې د ښځو اجتماعي امنیت تامین کړي. عدلي او قضایي سیستم ته دې د هغوی لاس رسی اسانه کړي. هغوی ته دې د سواد او زده کړو زمینې برابرې کړي او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هغه د تبعیضه ډک قوانین دي له منځه یوسي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی لري او میرمنو ته دې اقتصادي، سیاسي او کاري فرصتونه په لاس ورکړي چې وکولای شي په ټولنه کې خپل مثبت شتون ثابت کړي.