د تیلو د نرځونه لوړیدو ستونزې پیدا کړي

د تیلو د نرځونه لوړیدو ستونزې پیدا کړي

پدې وروستیو کې د کابل په ښار او په ځینو ولایتونو کې د تیلو او نورو نفتي موادو بیعې زیاتې لوړې شوي او ډېری خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

په ناڅاپي ډول د تیلو په یوه لیتر کې له لسو تر دوه لسو افغانیو پورې د بیعو جګېدل خلک له اندېښنو سره مخ کړي او وايي دې ستونزې د ترانسپورټ او د تګ او راتګ مخه ډب کړې.

د کابل ډېری ښاریان پدې باور دي چې له یوې خوا د کار نشتوالي، اقتصادي ضعف او بیا د بییو لوړوالي له ګواښ سره مخ کړي او حکومت باید جدي ګامونه واخلي.

په کابل ښار کې اوس د پخوا په څېر د موټرو د تګ او راتګ ګڼه او ګوڼه زیاته نه لیدل کیږي او یو شمېر هغه چې د دومره لوړې بیې د ورکړې توان نه لري خپل موټر درولي، په کرایو کې زیاتوالی راغلی او ورسره نور توکي هم لوړ شوي.

د سوداګرۍ وزارت وايي د تیلو او نورو نفتي موادو د بیعو په لوړوالي کې د ګاونډي ازبکستان له خوا د افغانستان د اموالو په ټرانزیټ بندیز لګول دي او دا ډول ددغه هیواد له اړخه په یوه ټن کې د سلو ډالرو دماليي زیاتوالي دلته دومره بیعې لوړې کړي.

د سوداګرۍ د وزارت د ویاند په وینا ددې ستونزې د اواري لپاره به ډېر زر یو پلاوی لاړ شی او ښايي دا ستونزه به په څو اوونیو کې اواره شي.

د کابل په ښار کې شاوخوا پنځه سوه زره موټر شته چې یو شمېر یې خلکو د کار او روزګار لپاره اخیستي.