د کابل هوا ککړونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ د دغه ښار د هغو ودانیو مالکینو ته چې د دوی په وینا د هوا په ککړتیا کې لویه برخه لري خبرداری وکړی په خپلو ملکیتونو کې معیاري سوند توکي وکاروي.

د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ چارواکو پرون دوشنبه (د مرغومي ۲یمه) د کابل د ځینو استوګنزیو ښارګوټو، حمامونو، د خښتو جوړونې بټیو، تولیدي فابریکو، د ودونو سالونونو، سونا حوضونو او سوداګریزو مرکزونو مالیکینو سره لیدنه کې د هوا ککړتیا په اړه بحث کړی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼې کې راغلي چې د دغو ملکیتونو خاوندانو ته د روانې میاشتې تر اتمې نېټې پورې وخت ورکړل شوی تر څو د هوا ککړتیا په برخې کې معیاري سون توکي وکاروي او په سوند ځایونو کې له فلټرونو نه کار واخلي.

د رپوټونو پر اساس یوه نړیواله سروې ښيي چې وړم کال ۲۰۱۷ په کابل ښار کې د ککړې هوا له امله لسګونو زره کسان مړه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې سر غړوونکي به جریمه، ممنوع الخروج، د جوازونو لغوه کیدنه یا قضایه قوې ته د معرفي کېدو سره مخامخ شي.

په بیان کې راغلي:"د روانې میاشتې تر ۸مې نېټې دې ټولې هغه برخې چې د هوا د ککړېدو لامل ګرځي؛ په فلترونو او معیاري سوند توکو سمبال شي او کوم کسان چې په دې برخه کې ناغېړي کوي، له هغوی سره به جدي قانوني چلند وشي."

دا په داسې حال کې ده چې نسبت بل هر وخت ته د پلازمېنه کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.

د رپوټونو پر اساس یوه نړیواله سروې ښيي چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې په کابل ښار کې د ککړې هوا له امله لسګونو زره کسان مړه شوي دي.

که څه هم د غې ستونزې له امله د تلفاتو رسمي شمیر نشته خو د نړیوالې هوا د وضعیت څارونکې ډلې په دې سروې کې ویلي چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ککړې هوا له کبله تر ۲۶۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي خو په همدې کال کې په جګړو کې ۳۴۸۳ ملکي کسان وژل شوي وو.

دغه سروې دوه میاشتې مخکې خپره شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال نسبت دوه کاله مخکې د هوا د ککړتیا کچه او په اړه یې اندېښنې لا هم ډېرې شوي‌ دي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره د خلکو بې وزلي، د معیاري سوند توکو نه کارول، په سوند ځایونو کې د فلټرونو او نورو اسانتیاوو نشتون د هوا د ککړیدو لوی علتونه بللي دي.

کابل کې نږدې ۶ میلیونه کسان اوسیږي او د نړۍ یو له ګڼ میشته ښارونو څخه بلل کیږي.