کندهار کې د ملي امنیت کارکوونکي ووژل شول

برید سهار وختې د کندهار ښار او هوايي ډګر ترمنځ د ښور اندام په سیمه کې شوې ده.

په کندهار کي د ملي امنیت د منتظره قطعې پر مرکز ډله اییز ځانمرګي برید کې د یوه سیمه اییز چارواکي په خبره د دغه مرکز درې کارکوونکي وژل شوي دي.

برید سهار وختې د کندهار ښار او هوايي ډګر ترمنځ د ښور اندام په سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدان وايي چي لومړی د مازدا موټر يوه زوروره چاودنه وشوه او بیا د سپکو وسلو ډزې پیل شوې .

یوې امنیتي سرچينه چي نه يې غوښتل نوم يې خپور شي امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کي درې ځانمرګي او درې د ملي امنیت عسکر وژل شوي دي.

په برید کې د ملي امنیت یو بل سرتېری ژوبل شوی هم دی.

وسله والو طالبانو د کندهار د ننني ډله ییز ځانمرګي برید مسئولیت په خپله غاړه اخیستی دی.

د کندهار – سپین بولدک لاره هم د برید له کبله د څه وخت لپاره تړل شوې وه.

تر دې یوازي دوه ورځې مخکې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د پوليسو پر امنيتي پوستو د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې دوه ځانمرګي برید کونکي او درې پولیس وژل شوي وو .