کرزی:امنیتي تړون که زه نه بل ولسمشر به یې امضا کړي

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چې هېواد یې بیړه نلري چې د امریکا د متحده ایالاتو سره دوه اړخیزه امنیتي تړون د اکټوبر تر میاشتې پوري لاس لیک کړي او که د هغه په حکومت کې لاس لیک هم نشو نو راتلونکی افغان ولسمشر به یې چې هر څوک وي لاس لیک کړي.

په عین وخت کې امریکا بیا ټینګار کوي چې دغه تړون دي د اکټوبر په میاشت کې لاس لیک شي ځکه نه غواړي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د افغانستان د راتلونکو جمهوري ریاست د ټولټاکنو پرمهال د کاندیدانو ترمنځ د کمپاین توده موضوع وګرځي.


ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د امریکا په مشري ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي چې د دې سره به د طالبانو سره د جګړې مسولیت و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته پاتې شي خو امریکا او د ناټو ځیني هېوادونو غواړي چې د ۲۰۱۴ کال د مهال ویش وروسته یې ځیني سرتیري په افغانستان کې پاته شي چې افغان ځواکونه وروزي او د ترهګرۍ پر ضد د افغان ځواکونو د عملیاتو ملاتړ وکړي.

خو ولسمشر کرزی بیا وايي چې د امریکا سره امنیتي تړون یوه ډیره غټه موضوع ده او باید په پریکړه کې یې ټول ولس شامل وي یواځي حکومت او شورا کفایت نه کوي.


د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنې د ۲۰۱۴ کال په پای کې ترسره کېږي او په ډیر نږدې راتلونکي کې به کاندیدان معرفي شي. امریکا تاکید کوي چې د افغانستان د ټاکنو مخکي د افغانستان سره امنیتي تړون لاس لیک شي نو بیا به د امنیتي تړون مسله د کمپاین توده موضوع نه وي خو ولسمشر کرزی بیا بل ډول نظر لري. هغه وايي چې د امنیتي تړون د لاس لیکېدو په هکله بیړه نلري. «سره له دې چې امریکایانو د اکټوبر نېټه غوښتې ده خو مونږ عجله نلرو. که چېري د امنیتي تړون سند په اوسني حکومت کې لاس لیک شو ښه او که نه نو راتلونکی ولسمشر کولای شي چې خبرې پر وکړي چې و یې مني که یې ونه مني.»


کرزی: اوسنی حکومت، ملي شورا او اوپوزیسون د امنیتي تړون لپاره کافي نه دي لویه جرګه به جوړېږي.


د یادونې وړ ده چې افغان ولسمشر دا تایید کړه چې د امریکا سره یې د امنیتي تړون په هکله خبرې بیا پیل کړي دي خو ویې ویل چې د افغانستان حکومت، ملي شورا او اوپوزیسون کافي نه دي چې د امریکا سره د امنیتي تړون مسله تایید کړي. په کار ده چې لویه جرګه راوبلل شي او د افغان ټولنې بیلابیل اړخونه په کښې دخیل شي.

ولسمشر کرزی وايي چې په امنیتي تړون کې زیاته اندازه مسایل دي چې باید بحث پرې وشي چې یوه مهمه موضوع یې پر افغانستان باندې د بهرني هیوادونو له خوا ،،تیری،، دی چې کرزی وايي د ،،تیري،، کلمه لا په سمه توګه تعریف شوې نه ده. ،،اساسي پوښتنه اوس هم د ،،تیري،، د مسلې تعریف دی. په امنیتي تړون کې اوس هم یوه ماده شته چې پر افغانستان باندې د بهرنیو هېوادونو د تیري په هکله ده. اوس مونږ د امریکا سره ددغې کلمې پر تعریف باندې کار کوو.،،

ولسمشر کرزی وايي چې پرته له ځینو مواردو څخه چې اوس کار پر روان دی، د افغانستان له اړخه د امنیتي تړون کار بشپړ شوی دی. ښاغلي کرزي وویل هرکله چې افغانستان مطمینه شي چې د امنیتي تړون امضا افغانستان ته سوله او ثبات راولي نو دغه سند به د افغانستان راتلونکې لویې جرګې ته وسپاري.

ټاکل شوې چې ولسمشر کرزی به دوې ورځې وروسته پاکستان ته سفر وکړي او هلته به د افغانستان د سولې په اړه د پاکستاني اړخ سره خبرې اترې وکړي. د ۲۰۱۴ کال وروسته د طالبانو سره د سولې خبرې خورا مهمې ګڼل کېږي چې د افغانستان شخړې ته سیاسي حل لاره پیدا شي او د دې حل لارې په پیدا کولو کې د چارو د کارپوهانو په آند پاکستان کلیدي رول لوبولای شي.


د امنیتي تړون بدیل څه دی؟

د یادونې وړ ده چې امریکايي مامورین په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته د ۸ زرو څخه نیولې تر ۱۲ زرو پورې امریکايي سرتیري غواړي. خو تیره میاشت امریکايي چارواکو دا خبرداری ورکړ چې که امنیتي تړون لاس لیک نشي نو کیدای شي چې امریکا خپل ټول عسکر د افغانستان څخه راوباسي.

عین مسله په عراق کې هم پېښه شوه چېري چې د امنیتي تړون پر سر د خبرو د ناکامۍ وروسته امریکا د هغه هېواد څخه خپل ټول عسکر راوایستل. د عراق څخه د راوتلو پریکړه هغه مهال ونیول شوه چې د عراق حکومت د امریکا هغه غوښتنه ونه منله چې ویل یې امریکايي عسکر به د جرم پر مهال په عراق کې نه بلکې په امریکا کې محاکمه کېږي په بله عبارت امریکايي پوځیان به په عراق کې امنیتي مصونیت لري.

خو عراق دا خبره و نه منله او په لړ کې یې امریکا خپلې ټولې قواووې د یادشوي هېواد څخه راوایستې او خپل پوځي ماموریت یې هلته ختم کړ. امریکايي چارواکو په وار وار پر دې ټینګار کړی دی چې افغانستان به یواځي پرې نږدي خو ځینې د چارو کارپوهان بیا وايي چې د افغانستان برخلیک هم د عراق په شان نشي.

ځیني وايي چې د امنیتي تړون دپاره بدیل نشته باید چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه تړون لاس لیک شي ځکه د دواړو خواوو په ګټه دی.