عمرخیل: د کندوز امنیت رغول به وخت ونیسي

د کندوز والي اسدالله عمر خیل

د کندوز نوی والي ښاغلی اسدالله عمر خیل وايي چې د کندوز اوسنۍ امنیتي وضعه رغول به وخت نیسي ځکه چې د ده په وینا دښمن ډیر کار کړیدی، نو د دې ستونزو حل وخت غواړي.

هغه دا هم وویل چې د کندوز خلک د تحملي جگړو له کبله سخت کړیدلي دي او همدغه درد سره یو موټی کړیدي او د ولایت د امنیت دپاره به شریک کار کوي.

ښاغلي اسدالله عمر خیل دا هم وویل چې که چرې اداره کې لازم تغیرات رانشي او د خلکو مشکلاتو د حل لاره ونه لټول شي نو ستونزې نورې هم زیاتیږي. نو هغه خلک چې د مخالفینو سره په یو نه یو شکل کومه اړیکه یا بلدتیا لري د هغوي د همکارۍ نه په گټې اخیستو به هغوي د سولې لورې ته راجلب کړو.

د کندوز والي دا خبرې د امریکا غږ آشنا راډیو سره یوه ځانگړې مرکه کې کړیدي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندوز والي اسدالله عمر خیل سره مرکه