په کندز کې د جګړې تاوانونه

په کندوز کې د جګړو له امله د یو شمیر دولتي ادارو سربیره د ښار په بیلا بیلو برخو کې دوکانونه سوځیدلي او هغه کورونه چې مخالف وسله وال طالبان په کې میشت وو بشپړ تخریب شوي دي.

په دغه ښار کې که څه هم ګڼه ګوڼه زیاته شوې خو هره ورځ تر لسو زیاتې کورنۍ کابل او نورو ولایتونو ته کډې کوي، دوي وایې چې په کندوز کې د تیرو دیارلسو کالو په موده کې خلکو د ژوند کولو لپاره بیلا بیلې لارې پیدا کړې وې خو د وسله والو طالبانو له خوا د کندوز پر ښار برید او د دولتي ادارو سربیره د شخصي مالونو لوټ او تالان خلک په دغه ولایت کې له سرمایه ګوزارۍ ګرځولي دي.

په جګړو کې د ورانو شویو دوکانونو څښتنان هم په دې مایوسه دي چې په سلګونو زره افغانۍ تاوانونه یې کړي، او هغه سرمایه چې يې پیدا کړې وه له منځه تللی، دغو سوداګرو ته ورتګ او له هغوي سره د خبریال مرکه کول دوي ته همدغه یوه پوښتنه راولاړوي چې ددوي غږ اوچتول به دوي ته څه فایده وکړي.

یو ځوان د ښار په ګڼه کې پیاده روان دی یو چا سره په ټلیفون خبرې کوي ورته وایې چې د ذهني ارام لپاره له کوم ډول درملو استفاده وکړي؟ په همدې خبرو کې یې د درملتونونو پر لورلار بدله کړه.

د کندوز یو تن اوسیدونکی د ټلیفون په لیکه خبرې کوي نوموړی په دغه ښار کې خلکو ته د وراوښتي زیان په اړه داسې وايي "کاروبار د جګړو پر وخت په ټپه ولاړ و، اوس له نورو ځایونو څخه پنځه فیصده هم تجارتي اجناس نه راوړل کیږي، او په جګړو کې د خلکو کورونه هم چور شوي دي."

ددغه ښار څو نور اوسیدونکي چې په جګړو کې تاواني شوي داسې وايي "په جګړو کې خلکو زیات تاوانونه ورسیدل، او زمونږ د راستې ټول دوکانونه وسوځیدل."

د کندوز د شیرخان بندر له لارې د سوداګرو اجناس راوړل کیدل او یا هم له دې خوا وړل کیدل، اوس له دغه بندره اجناس نه اړول کیږي، هره ورځ په سوداګریزو چارو کې په سلګونو زره ډالر ښکته پورته کیدل خو اوس دغه چاره ټکنۍ شوې ده دغه ټول هغه مالي زیانونه دي چې تیرې پنځلس ورځنۍ جګړې کندوز ته اړولي دي.

کندوز ته له مرکز څخه هم یو هیئت په دې موخه راغلی چې په جګړو کې دولتي ادارو ته د اوښتي زیان اندازه معلومه کړي، د کندوز د ولایت په ودانۍ کې له څو سرتیرو پرته نور څوک نه لیدل کیږي، سرپرست والي حمد الله دانشي له څو تنو مولیانو سره له دفتره د باندې راووت او د محرم د لسمې په مناسبت جوړ شوي پروګرام ته لاړ.

د ولایت یو تن مسول مامور وایې چې په تیرو جګړو کې په کندوز کې دوه بانکونه لوټ شوي خو نورو بانکونو خپلې پیسې ویستلې وې، تقریبا دوه اونۍ کیږي چې کندوز بیرته افغان ځواکونو نیولی خو لا هم معلومات نشته چې په دغه ولایت کې کوم ځایونه چور شوي او څومره تاوان شوی دی.

د جګړو پر وخت د علي اباد او چاردرې ولسوالیو تر منځ پر سیند جوړ شوی پول چې په بمونو نه تخریبده په ګیسي ارو له منځه وړل شوی، دغه پول څلور کاله وړاندې د المان په مرسته د میلیونونو یورو په لګښت جوړ شوی و.

له دې پرته د دشت ارچي او چاردرې ولسوالیو او امنیه قوماندانیو ودانۍ هم د سکواټورو په ذریعه هوارې شوي دي.

د کندوز د ښار د هرې ودانۍ پر مخ په دغه ښار کې د تیر شوي جنګ نښه لیدل کیږي.