د کابل په بازارونو کې د کوچنیو بانک نوټونو کموالی

په کابل کې د میده پیسو یا د افغانیو د کوچنیو بانک نوټونو کموالی په یوې جدي ستونزې بدل شوی او د پلازمینې اوسیدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د میده پیسو کموالی د موټر د کرایې د ورکړې، د سبزیو او میوو پیریدلو او د موبایل کریډټ کارت په شان معاملو پر وخت په غټې ستونزې بدلیږي.

د کابل یو تن اوسیدونکی، محمد قاسم امریکا غږ ته وویل چې تیره اونۍ دوه وارې د وړو پیسو کمبود سره مخ شوي. هغه وویل: "سهار چې له کور نه ووتلم، یواځې د ۵۰۰ نوټ راسره و، ټکسي چلوونکي ته مې چې کله نوټ ورکړ نو ورسره ماتې نه وې، بهر په دوکانونو وګرځيدم خو هیچ چا سره ماتې نه وې."

د کابل ښار بل اوسیدونکی، خیرمحمد وایي: "یو ورځ مې غوښتل د ۵۰ افغانیو کریډټ کارت واخلم خو په هیڅ دوکان کې ماتې پیسې نه وې، ټولو راته وئیل چې یا خو ډېر کریډټ واخله او یا هم میده پیسې راوړه."

اوس پوښتنه دا ده چې په کابل کې د وړو پیسو کموالي علت څه دی. آیا وړې پیسې په کافي اندازه نه چاپیږي او که دغه پیسې په بازار کې سمې نه کارول کیږي؟

د دغه پوښتنې په ځواب کې د افغانستان د مرکزي بانک ویاند، ایمل هاشور وایي چې د دغې ستونزې تر ټولو غټ لامل له بانکونو څخه د وړو پیسو نه ایستل دي. هر څوک چې بانک ته راځي، هڅه کوي غټ نوټ له ځانه سره ویسي. هر څوک د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو نوټونه غواړي. همدغه کار د دې لامل دی چې په بازار کې خلک له ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي هاشور زیاتوي چې د مرکزي بانک ټول کارکوونکي د افغانستان بانکونو ته د پیسو د لیږد پر وخت د پیسو بیلابیل ډولونه له ځانه سره وړي. له یوې افغانۍ نه نیولې تر ۱۰۰۰ پورې.

ښاغلی هاشور دا هم وایي چې مرکزي بانک د نوټونو تر څنګ د یوې، دوه او پنځه افغانیو سکې هم برابرې کړي دي خو خلک د پلور او پېر پر وخت هیڅکله هم سکې نه اخلي. وایي چې درندې دي او وړل راوړل یې ستونزمن دي، هسې نه چې رانه ورکې شي.

د افغانستان په پرتله که چیرته نورو هیوادونو ته وګورو نو په ډیریو هیوادونو کې د سکې کارولو فرهنګ موجود دی.

د مرکزي بانک ویاند له خلکو وغوښتل چې د میده پیسو او کوچنیو بانک نوټونو د کمبود لرې کولو په موخه له بانکونو څخه وړې پیسې هم واخلي.