مطالعې ته د خلكو هڅولو لپاره د پوهنې وزارت نوی اقدام

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د پوهنې وزارت په یوه نوي اقدام کې د کتاب لوستلو د پراختیا په موخه د خپلو موټرونو پر ښیښو د کتاب او مطالعې په اړه بېلابېل شعارونه لیکلي دي. د کتاب مینه وال وايي دغه اقدام کولی شي، مطالعې ته د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو پام ورواړوي.