په میرویس خان هوتک فلم جوړیږي

په افغانستان کې د فلم جوړونې یو شرکت غواړي چې د دغه هېواد په یو پخواني ملي اتل میرویس خان هوتک باندې مستند فلم جوړ کړي.

د فلم جوړونکي شرکت شوب وايي چې ټول فلم به په افغانستان کې ثبتیږي او لوبغاړي به یې هم افغانان وي.

د فلم ډاریکټر حسن امین شوب امریکا غږ ته وویل چې د علومو اکا‌‌‌‌‌‌ډمۍ د تاریخي پيښو په څيړنه او تایید کې مرسته کوي، کیسه په خپله فلم جوړوونکي لیکي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له تاید وروسته به عملي شي.

ښاغلي شوب وویل په فلم باندې څه باندې ۶۰۰زره ډالره لګښت راځي چې دا مهال یې شاوخوا ۴۰فیصده برابره شوې ده.

د شوب فلم پرو‌‌‌‌‌‌ډکشن کمپني وايي "موږ غواړو د ژور خیال او په سینمايي نړۍ کې د شته شونتیاو په مټ افغانستان د یو با ارزښته جغرافیايي نقطې او د ژور تاریخي شالید لرونکي هیواد په توګه نړیوالو ته وروپيژنو. "

له ښاغلي شوب سره د جعفر هاند پوره مرکه دلته واورئ