ننګرهار:په یوه میاشت کې لس قومي مشران وژل شوي

په ننګرهار کې د قومي مشرانو د وژنې لړۍ په دې وروستیو کې تونده شوې او په حکومتي چارواکو لویه نیوکه دا ده،چې د وګړو د ژوند خوندیتوب ته ډېر پام نکوي.

چارواکي وایي چې په تېرې یوې میاشې کې ددغه ولایت شاخوا لس مشران په مخامخ ډزو او چاودنو کې وژل شوي دي.

ملک عثمان چې د غني خېلو په ولسوالۍ کې د جرګو مرکو سړی دی وايي ژوند یې هره شېبه د مرګ له خطر سره مخامخ دی .

هغه په حکومت کې د وسله والو طالبانو سړي ورننوتي ګڼي او وايي مسله یواځې د بېچاره خلکو وژنې ته جوړه ده " د غني خېلو په لویه ولسوالۍ کې په همدې میاشت کې لس کسان ترور شوي دي او دولسوالیو په سل مترۍ کې وژل شوي دي. داسې خلک شته،چې په ولسوالۍ کې دي او د طالبانو نماینده ګي کوي."

دغه قومي خلک په حکومت کې د پراخ فساد، بې عدالتۍ او خپلو دندو ته نه درناوی هغه څه ګڼي،چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست هم حکومت د قومي خلکو د وژنې په مخنیوي کې پاتې راغلی ګڼي او وايي لاهم د دوی د خبرې سړي له مرګ سره لوبې کوي.

ددغه ریاست سرپرست وجیه الرحمن شینواري امریکا غږ ته وویل، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۱۲ قومي مشران وسله وال وژلي دي.

هغه د قومي مشرانو وژنې تر ډېره د دولت په مخالفو وسله والو ور اړوي.

خو وسله وال طالبان وايي له هغه مشرانو سره کار نه لري،د دولت په مسایلو کې نه وي راښکېل

خو دقبایلو ریس د قومي مشرانو د ژوند ژغورنې لپاره د حکومت کړي اقدامات په نشت حسابوي "زه ددولت دیوه مامور په توګه منم،چې دولت دقومي مشرانو په امنیت ساتنه کې پاتې راغلی دی ."

په همدې حال کې دننګرهار ولایتي اداره وايي په دغه ولایت کې یې دقومي خلکو دوژنې دمخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

دوالي ویاند احمد ضیاء عبد الزي امریکا غږ ته وویل،په دې وروستیو کې یې دقومي خلکو دترور دمخنیوي لپاره پر پلان کړی اوددوی ژوند به پام وکړي.

یواځې ننګرهار ندی ،چې دقومي مشرانو دوژنې لړۍ پکې توده شوې،په دې وروستیو کې دډېرو نورو ولایتونو قومي سپینږي هم دمخامخ ډزو او چاودنو ښکار شوي دي.

دډېرو په باور که ددغه حالاتو دمخنیوي لپاره په لویه کچه پر تدابیرو غور ونه شي نو دغسې وژنې دنظام ستنې راکګولی شي.