په ابن سینا روغتون کې د کمې ډوډۍ په اړه د معتادینو شکایت

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ابن سینا د معتادینو د درملنې په روغتون کې یو شمېر معتادین د ډوډۍ له کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې هر وخت له لوږې سره مخ وي.

د کابل ابن سینا د معتادینو د درملنې په روغتون کې یو شمېر معتادین د ډوډۍ له کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې هر وخت له لوږې سره مخ وي.

د دې تر څنګ یو شمېر هغه معتادین چې پخوا په دغه زر بستریز روغتون کې تر درملنه لاندې وو، تور لګوي چې د ستونزو له امله یې خپله درمنله په منځ کې پرې ایښې.

خو د ابن سینا روغتون مشر ډاکټر احمد ظاهر سلطاني وايي د درملنې په پیل کې معتادینو ته د ډوډۍ پر ځای سیروم ورکول کیږي چې له همدې امله هغوی ته یوه کاذبه لوږه ور پیدا کیږي.

سلطاني وايي "په لومړیو کې تر اوو یا اتو ورځو مریض ته سیروم ورکول کیږي ځکه مخدره توکي ځینې د بدن سیسټمونه بلاک کړي وي، خو کله چې د ډرالول یا د زهرو د وتلو حالت ته راشي دوا پرې بنده شي، ځینې علایم چې مخدره توکو په مریض کې بلاک کړي وو بیا ځلې شروع کیږي نو په دې مرحه کې یوه کاذبه اشتها رامنځته کیږي".

هغه وايي چې د روغتون په مینیو کې وریجې، غوښه، مېوه هر څه شته او د معتادینو خوراک ته سمه پاملرنه کیږي.