خوست: کروندګر د محصلاتو لپاره بازار غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

په خوست يو شمېر کروندګر له دولت نه غوښتنه کوي چې کرنيزو محصولاتو ته يې په بازار موندنه کې له دوی سره مرسته وکړي.

په خوست يو شمېر کروندګر له دولت نه غوښتنه کوي چې کرنيزو محصولاتو ته يې په بازار موندنه کې له دوی سره مرسته وکړي.

کروندګر وايي، په دې سره به هم د دوی اقتصاد وده وکړي او هم به پر کوکنارو بوخت کروندګر بديلو کښتونو ته وهڅول شي.

که څه هم په خوست کې کرنه د ودې په حال کې ده، خو معمولاً د کروندګرو اندېښنه دا ده، چې ترلاسه کيدونکي کرنيز محصولات يې ښه بازار نه لري او په کمه بيه يې پلوري.

د زعفرانو کروندګر زرولي خان وايي، نسبت نورو کرنيزو محصولاتو ته له زعفرانو څخه هر کال ډېر عايد ترلاسه کوي، خو زياتوي، که مناسبه بازار موندنه ورته شي، لا به ډېر عايد ترلاسه کړي.

هغه وايي "له حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې له بزګرانو سره مرسته وکړي. چې موږ ته بازار پيدا کړي. د بازار خوند نشته. بازار کې يې کله يو حکيم ته ور وړه، کله بل حکيم ته ور وړه. وايي چې ستاسو ډبي نشته، چې ډبي وي، بيا وايي چې سټېکر مو نه دي پرې لګولي. خلاص زعفران په کڅوړو کې بازار ته وړو".

کروندګر وايي، که محصولات يې په ښه بيه بازار ته عرضه شي، هم د بزګرانو پر اقتصاد خورا مثبت اغېز پرېباسي او هم په هېواد کې پر کوکنارو بوخت کروندګر بديلو حلالو کښتونو ته هڅول کيږي.

په ورته وخت کې د خوست د کرنې رياست د کرنيزو چارو آمر انجنير فضل رحيم وايي، کوښښ کوي چې د خوست کرنيزو محصولاتو ته په دغه ولايت کې په ښه بيه د خرڅېدو زمينه برابره کړي.

هغه وايي‌ "مثلاً پوهنتون دی يا مثلاً داسې نور لوژستيکي مسائل دي، لکه په امنيتي ارګانونو کې، دوی چې کله سبزيجات اخلي، دوی بايد له موږ سره په تماس کې وي. موږ د دهقانونو اتحاديې لرو. نو دا د دوی لپاره د بازار موندنې اصلي منابع بلل کيږي".

د افغانستان زياتره کرنيز محصولات د کيفيت له پلوه ډېر ښه محصولات بلل شوي، خو په خپل وخت د مناسب بازار نه موندل د محصولاتو پر خرابېدو سربېره د کرنې د ودې پر وړاندې هم ستر خنډ بلل شوی.