په ننګرهار کې د پیازو ساتلو لپاره سړې خونې جوړیږي

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار په هغو ولسواليو کې چې پياز ډېر کرل کېږي، د کروندګرو لپاره د پيازو د ساتلو لپاره ۳۶۶ سړې خونې جوړېږي.

د ننګرهار په هغو ولسواليو کې چې پياز ډېر کرل کېږي، د کروندګرو لپاره د پيازو د ساتلو لپاره ۳۶۶ سړې خونې جوړېږي.

مسئولين وايي، کروندګرو ته ځکه دا اسانتيا برابره شوه چې له يوې خوا هغوی د کوکنارو له کښت څخه لاس اخېستی او له بلې خوا به همدا پياز په سيزن کې پاکستان ته وړل کېدل او د اړتیا په وخت کې به بېرته دلته راوړل کېدل او په لوړه بيه به پلورل کېدل.

د ننګرهار د کرنې رياست مسئولين وايي، د دغه ولايت د پيازو د حاصلاتو د ساتنې لپاره يې شپږو ولسواليو کې د صفر انرژۍ سړو خونو جوړولو چارې پيل کړې چې ۹۵ سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.

د کرنې رئیس انعام الله ساپی وايي دا ۳۶۶ سړې خونې کروندګرو ته د کوکنارو د نه کښت په خاطر رغول کېږي.

هغه وایي " ننګرهار يو له هغو ولايتونو دی چې ډېر پياز توليدوي، دغه پياز به د اوړي په موسم کې نورو هيوادونو ته صادرېدل او بيا به هماغه پياز په ډېر لوړ قيمت زموږ په ښارونو کې زموږ په وګړو خرڅېدل".

کروندګر وايي، که څه هم د دغو سړو خونو د جوړېدو چارې دې فصل کې ناوخته شوې خو په راتلونکي کې به وکولی شي چې هم حاصلات په هیواد کې پاتې شي او هم به دوی ته ډېره ګټه لاسته ورشي.

رودات يو له هغو ولسواليو ده چې تر نورو ولسواليو په کې ډير کوکنار کرل کېدل.

د دغې ولسوالۍ يو کروندګر سید شکرالله باچا وايي، پخوا يې کوکنار کرل خو له پيازو يې ګټه کمه او کارونه يې سخت وو.

هغه وایي "اوس خو موږ کوکنار هم نه کرو، پخوا مو کرل، دا سټورونه ډير ښه شو، چې پياز په کې زخيره شي، نو بيا يې ګټې ته نه غنم رسېږي او نه هم کوکنار".

د يادولو وړ ده چې هر کال په ننګرهار کې شاوخوا ۳۰ زره ټنه د پيازو حاصلات راټولېږي، چې ډېره برخه يې نورو هيوادونو ته صادریږي.