ننګرهار: کروندګرو د تریاکو پر ځای د نیالګیو روزنې ته مخه کړې

Your browser doesn’t support HTML5

ننګرهار کې ځينې کروندګر وايي، له هغې راهېسې چې د کوکنارو کښت پرې بند شوی، د نيالګيو کښت ته يې مخه کړې ده.

ننګرهار کې ځينې کروندګر وايي، له هغې راهېسې چې د کوکنارو کښت پرې بند شوی، د نيالګيو کښت ته يې مخه کړې ده.

دوی وايي، د نيالګيو کښت که څه هم وخت ډېر نيسي خو ګټه يې تر کوکنارو څو چنده زیاته ده.

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې سيمه ده چې څو کله وړاندې په همدغو پټو کې کوکنار کرل کېدل، د امنيتي ادارو له لورې پر کوکنارو بندښت د دې سبب شو چې خلکو حلالو فصلونو کرلو ته مخه کړې ده.

سپين ږيری شيرعالم بيا هغه څوک دی چې شپږو کاله وړاندې يې پر خپله ځمکه د نيالګيو روزنه او کښت پيل کړل.

دی وايي، دا نيالګي په دريم کال خرڅ ته برابرېږي چې له يو جريب نيالګيو له ۳۰۰ زره ډېرې افغانۍ ورته ګټه کوي.

هغه وايي "پخوا په دې ځمکو موږ کوکنار کرل دې موسم باندې يا به مو غنم کرل، خو اوس دا پنځه شپږ کاله کېږي دا بوټي کرم، پروسکال مې يو پټی حاصل ته ورسېده اوس دا نور هم قابو دي، د دې حاصل موږ ته له کوکنارو ښه دی".

د شيرعالم له دغه چارې وروسته په سيمه کې نورو خلکو هم اوس نرسرۍ يا فارم دارۍ ته مخه کړې او ډېر کسان اوس د نورو فصلونو پرځای پر خپلو ځمکو د ناجو، صبر او نورو زينتي بوټو تخمونه کري.

د ننګرهار د کرنې رياست وايي، دغه ولايت کې يې د کوکنارو د بديل بېلابېلې پروژې پيل کړي چې د بازار موندنې برخې ته يې هم کار روان دی.