۱۶ کلنه مهناز چې خپلو ګاونډیانو په نشو اخته کړې وه اوس روغه شوې ده

Your browser doesn’t support HTML5

۱۶ کلنه مهناز چې په نشه يي توکو روږدې وه، په کابل کې د ښځینه معتادینو په مرکز کې تر درملنې وروسته روغه شوې او تر څنګ یې خیاطي هم زده کړې ده.
۱۶ کلنه مهناز چې په نشه يي توکو روږدې وه، په کابل کې د ښځینه معتادینو په مرکز کې تر درملنې وروسته روغه شوې او تر څنګ یې خیاطي هم زده کړې ده.

مهناز وايي ګاونډیان یې په نشو اخته ول، چې کله کله به دا هم ورتله او د هغوی د پوډرو لوګی دې ته هم رسېدی.

هغه وايي چې یو ورځ یې سر درد کاوه او ګاونډیانو یې د درملو په نوم هیرویین ورکړل.

مهناز وايي "په لومړیو کې ډېره سر درد کېدم، ګاونډي مې راته وویل دغه مواد چې موږ یې څکوو، خلک یې د درملو په توګه کاروي. ما هم وڅکول چې وروسته ورباندې روږدې شوم".

په نشه يي توکو روږدې شوه دغه نجلۍ وايي چې کله یې پلار خبر شو نو د کابل د ښځینه معتادینو د درملنې روغتون ته یې راوسته.

مهناز وايي‌ چې درملنه یې ښه روانه ده، اوس روغه شوې ده او تر څنګ یې خیاطي هم زده کړې ده.

هغه وايي چې نور به هیڅکله نشه يي توکو ته لاس ور نه وړي او کله چې د درملنې له مرکز څخه رخصت شي نو د خیاطۍ کار به پېل کړي.