د یو پنځوس کلن معتاد د ژوند کیسه

Your browser doesn’t support HTML5

پنځوس کلن خدای نظر وايي تنکی ځوان وو چې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال په چرسو او وروسته په هیرویینو اخته شو.
پنځوس کلن خدای نظر وايي تنکی ځوان وو چې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال په چرسو او وروسته په هیرویینو اخته شو.

هغه وايي یو ځل یې په کابل کې درملنه هم کړې خو د نشه يي توکو په پرېښودو بریالی نشو او لا هم هره ورځ تر یو ګرامه هیرویين او شیشه څکوي.

دی وايي نشه يي توکي د ښار په مختلفو سیمو کې ډیر په اسانۍ پیدا کېږي او کله چې ورسره پیسې نه وي نو د موادو د ترلاسه کولو لپاره ان غلا هم کوي.

هغه وايي "یوځل مې پرېښودل خو بریالی نشوم، یو ځل روغتون کې بستر شوم خو هلته هم په کیبلو وهل کېدو بیا هیڅ روغتون ته لاړم نه، زه پوډر او شیشه څکوم، پیسې یې له دې خوا او هغې خوا پیدا کوم، کله راسره څوک مرسته وکړي او کله غلا وکړم بله لاره نشته. مواد هم اوس په ډېره اسانۍ پیدا کېږي هرڅومره چې وغواړې پیسې دې ورکړه هیڅ ستونزه نشته. یو ځای هم نه دی، باغ علي مردان کې شته، د اندرابیانو کوڅه کې شته، واصل‌اباد کې شته، دلته شته، هغه تپه کې شته هرځای کې چې وغواړې شته".

دی اوس له خپلې کورنۍ لرې د کابل په یوې غونډۍ کې هدیرې ته څیرمه د معتادینو په یو دېره‌ځای کې پروت دی.

هغه د خپلې کورنۍ په اړه وايي‌ "درې زامن او یوه لور لرم، هغوی هم په ویلو ستړي شول چې دا عمل خوشې کړم خو نه کېږي، که له درملنې وروسته په یو کار کې بوخت شم نو پرېښودل کېږي خو که کار نه وي بیا ورباندې اخته کېږم".

خدای نظر وايي که ورته د کار کولو لپاره زمینه برابره شي نو له درملنې وروسته به په دې بریالی شي چې له نشه يي توکو څخه ځان وژغوري.