۵۳ کلن معتاد د نشو له امله واده نه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په نشه يي توکو روږدی عبدالاحمد چې د کابل د پل سوخته سیمه کې اوسیږي وايي چې په ایران کې د سختو کارونو له امله په نشه يي‌توکو اخته شو.

په نشه يي توکو روږدی عبدالاحمد چې د کابل د پل سوخته سیمه کې اوسیږي وايي چې په ایران کې د سختو کارونو له امله په نشه يي‌توکو اخته شو.

هغه وايي د کار خاوند یې تریاک ورکړل چې پرې معتاد شو او هېواد ته له راستنېدو سره یې پوډر څکول پېل کړل.

عبدالاحمد وايي ۲۳ کاله کیږي په نشه يي‌ توکو اخته دی او له همدې امله یې واده هم نه دی کړی.

هغه وايي "ولې د یوې ښځې ژوند تبا کړم، زه خپله په نشو روږدی یم نه غواړم د بل چا ژوند هم راسره خراب شي".

عبدالاحمد د کابل پر واټونو زړې وسپنې، بوتل او نور ټولوي او په پیسو یې ځان ته نشه يي توکي اخلي.