د مړو معتادینو پر جسدونو د کرونا وایروس شک

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د پل سوخته په سیمه کې د مړو معتادینو درې داسې جسدونه موندل شوي، چې په کرونا وایروس د اخته کېدو شک پرې شته او د معاینې لپاره یې جسدونه عدلي طب ته انتقال شوي دي.
د کابل د پل سوخته په سیمه کې د مړو معتادینو درې داسې جسدونه موندل شوي، چې په کرونا وایروس د اخته کېدو شک پرې شته او د معاینې لپاره یې جسدونه عدلي طب ته انتقال شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغو دریو معتادینو جسدونه یې عدلي طب ته لېږلي، تر څو دا معلومه کړي چې د دوی مړینه د کرونا وایروس له امله وه او که د اعتیاد له امله مړه شوي.

د دغه وزارت د مخدره موادو د غوښتنې کچې راټیټولو ریاست د درملنې د څانګې مسول ډاکټر عارف وفا امریکا غږ ته وویل" زموږ وظیفه دا ده چې د پولیسو اړوندې حوزې ته اطلاع ورکوو د دوی جنايي ډله راځي‌ جسدونه عدلي‌ طب ته انتقالوي، ترڅو د دوی درک معلوم شي‌ چې آیا د کوید - ۱۹ له کبله وفات شوي‌ او یا هم د مخدره موادو د اوور ډوز (په زیاته کچه استفادې) له امله مړه شوي دي".

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه په افغانستان کې په معتادینو کې د کروناویروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو د کروناویروس د مخنیوي‌ لپاره په کابل کې تر اوسه ۱۲۰۰ معتادین راټول او د درملنې په مرکزونو کې بستر کړي دي.