نور علي د خپلو ماشومانو په مخکې نشه يي توکي څکوي

Your browser doesn’t support HTML5

۳۸ کلن نور علي چې له تېرو دوه نیمو لسیزو راهیسې په هیروینو معتاد دی وايي اته کاله مخکې یې د لږ وخت لپاره نشې پرېښودې او په همدغه کلونو کې یې واده وکړ خو وروسته یې بیا نشو ته مخه کړه.
۳۸ کلن نور علي چې له تېرو دوه نیمو لسیزو راهیسې په هیروینو معتاد دی وايي اته کاله مخکې یې د لږ وخت لپاره نشې پرېښودې او په همدغه کلونو کې یې واده وکړ خو وروسته یې بیا نشو ته مخه کړه.

هغه په لغمان کې د خپل نیمه ودان کاله په یوه خونه کې هره ورځ د شیشې په نوم نشه يي توکي څکي په داسې حال کې چې څلور وړوکي ماشومان یې په خوا کې وي.

نورعلي وایي " په لومړي ځل مې په ایران کې نشه یي توکي کارول خو کله چې وطن ته راغلم د خپلوانو بدې رویې او کورنیو ستونزو یو ځل بیا نشو ته اړ کړم".

د نور علي د شلو شپو لور په ګرمه خونه کې ورو تاوېدونکې داسې پکې ته پرته ده چې باد یې نه ور رسېږي او په جود یې ګرمکې راختلي.

پلار یې وایي ګاونډیانو د سولر وړوکې شیشه ورکړې، خو پکه سمه نه شي تاوولی.

نور علي خپل ماشومان بهر لوبو ته ددې لپاره نه پرېږي چې د کلي نور واړه یې د پلار د معتادۍ پېغور ورکوي.

هغه وايي د موبایلونو او پکو جوړولو مستریتوب یې هم زده دی، خو په ټولنه کې بې اعتماده شوی او هیڅ کار یې سمی نه خوري.

نور علي د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن دی او وايي که یې نشه نه کولی نو دا بدې ورځې به یې نه لیدلې.