معتادو ښځو ته د خیاطۍ زده کړې

Your browser doesn’t support HTML5

د معتادو ښځو او ماشومانو د د درملنې په ملي مرکز کې د دغو معتادو ښځو د درملنې ترڅنګ هغوی ته د کسب او کار ښودلو زده‌کړې هم ورکول کېږي.
د معتادو ښځو او ماشومانو د د درملنې په ملي مرکز کې د دغو معتادو ښځو د درملنې ترڅنګ هغوی ته د کسب او کار ښودلو زده‌کړې هم ورکول کېږي.

په دغه مرکز کې مسولین وايي چې په مخدره موادو روږدو ښځو او د هغوی ماشومانو ته د خیاطۍ او سینګار په برخو کې زده‌کړې ورکول کېږي.

د خیاطۍ څانګې مسولې نجیبه سرابي وايي چې په دې مرکز یو ناروغ له ۱۵ ورځې درملنې وروسته د خیاطۍ او سینګار کورسونو ته معرفي کېږي.

هغه زیاتوي: "دلته هم معتادې او هم غیر معتادې زده‌کوونکې لرو، هغه میندې چې دلته دې معتادې وې چې اوس ښې شوي او موږ ته معرفي شوي شوي او لورګانې یې چې ماشومانې دي خو معتادې نه دي دلته له موږ سره زده‌کړې کوي".

د هغې پر وینا هر ناروغ ته په دې مرکز کې تر شپږ میاشتو حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي او له هغې وروسته رخصتېږي.

د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې دا مرکز په یو وخت کې د سلو معتادینو د درملنې ظرفیت لري چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د نږدې ۲۰۰۰ معتادو ښځو درملنه کړې ده.