محمد صابر: د سخت کار له امله په نشو اخته شوم

Your browser doesn’t support HTML5

۴۸ کلن محمد صابر چې کلونه یې په ایران کې د خټګرۍ کار کړی، وایي په پیل کې یې د درملنې په موخه تریاک کارول چې وروسته په نشه يي‌توکو اخته شو.
۴۸ کلن محمد صابر چې کلونه یې په ایران کې د خټګرۍ کار کړی، وایي په پیل کې یې د درملنې په موخه تریاک کارول چې وروسته په نشه يي‌توکو اخته شو.

هغه چې شاوخوا لس کاله کیږي د چرسو، هییرونو او شیشې نشه کوي وايي په ایران کې د کار کولو پر مهال ناروغ شوم، یو ملګري تریاک راکړل، څو ورځې مې وکارول، خو وروسته چې به مې تریاک ونه څکول کار مې نه شو کولای.

د نشه يي توکو دغه معتاد چې اوس په کابل کې د معتادینو د راټولېدو په یوه دېره کې اوسیږي وايي " دوه ځله په فینیکس کمپ کې بستر شوم دا یوه میاشت مخکې په روغتون کې وم کله چې کور ته لاړم، په کور کې چا راته ښه راغلاست ونه ویل، بد چلند یې راسره وکړ، مجبور شوم بیرته له کوره راووتم او دلته راغلم".

صابر له ایران څخه تر راستنېدو وروسته دنده هم پیدا کړې وه، خو وایي کله چې خلک خبر شول زه معتاد یم له دندې یې وشړلم.

هغه وايي که چیرې د درمنلې او د کار زمینه ورته برابره شي، نو له نشه يي‌توکو به لاس واخلي او بېرته به عادي ژوند ته وګرځي.