هغه مېرمن چې خپل معتاد مېړه یوازې پرې ایښې

Your browser doesn’t support HTML5

پرمینه چې په کابل ښار کې د بې‌ځایه شویو کډوالو په یو کمپ کې ژوند کوي وايي مېړه یې معتاد دی او له یو کال راهیسې یې مړی او ژوندی ورک دی.

پرمینه چې په کابل ښار کې د بې‌ځایه شویو کډوالو په یو کمپ کې ژوند کوي وايي مېړه یې معتاد دی او له یو کال راهیسې یې مړی او ژوندی ورک دی.

هغه وايي له دې وړاندې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې اوسېده خو هلته د ناامنیو له امله کابل ته راغله او اوس د کډوالو په دې کمپ کې له خپلو څلورو وړو ماشومانو سره د بیوزلۍ سخت ژوند تېروي.

پرمینه وايي "زما مېړه عملي وو، لاړ ایران ته، دا یو کال کېږي چې ایران کې دی. اوس یې نه مړی شته نه ژوندی، څوک وايي مړ دی څوک وايي کوم ځای پوډر وهي، معلوم نه دی څلور واړه واړه ماشومان یې راته خوشې کړي".

هغه د کار کولو لپاره له کور څخه بهر ته نه شي تللی او له بلې خوا څلور واړه ماشومان ور د غاړه دي او ترې ډوډۍ غواړي.

پرمینه وايي " د خدای مرستې ته په دې کمپ کې پراته یو، که چا څه راوړل خورو یې که نه نهار یو".

هغه چې ماشومان یې هم ناروغ دي او د درملنې وس یې نه لري له حکومت څخه غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي او یا یې لاسنیوی وکړي.