په کابل ښار کې ۴۰۰ معتادین د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره راټول کړل شول

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو نن د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۹مه (وري ۱۰) د کروناویروس د مخنیوي لپاره د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه ۴۰۰ بې‌سرپناه معتادین راټول او د امید د معتادینو د درملنې زر بستریز مرکز ته یې انتقال کړل.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني وايي چې دغه شمیر معتادین د روغتیايي تدابیرو په موخه د ښار د دریمې، پنځمې، شپږمې او دیارلسمې حوزو اړوند سیمو څخه راټول کړل شوي دي.

هغې زیاته کړه: "کروناویروس زموږ ټولو لپاره ډېر خطرناکه دی او تر ډېره دا له تجمعاتو رامنځ ته کېږي او په دغو سیمو کې د معتادینو تجمع او د دوی راټولېدل د دې لامل کېده چې هم د دوی ژوند ته او هم د هغو هېوادوالو ژوند ته لوی خطر واوسي چې په دې سیمو کې اوسېږي".

د آغلې امیني په وینا د معتادینو د راټولولو دا لړۍ دوام لري او په راتلونکو ورځو کې به هم د کابل له نورو سیمو څخه معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال شي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال په کابل کې شاوخوا څلور زره بې‌سرپناه معتادین شته چې د ښار په مخلتفو برخو کې دیره دي.

د کورنیو چارو وزارت دا اقدام وروسته له هغې ترسره کړی، چې په کابل کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د شنبې په ورځ په ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.