ننګرهار: د شفتالو باغونو ۷.۵ زره ټنه حاصل ورکړی

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې هغه کروندګر چې پخوا به یې کوکنار کرل، پر خپلو ځمکو د شفتالو باغونو جوړ کړي چې اوس له خپلو حاصلاتو خوښ دي.
په ننګرهار کې هغه کروندګر چې پخوا به یې کوکنار کرل، پر خپلو ځمکو د شفتالو باغونو جوړ کړي چې اوس له خپلو حاصلاتو خوښ دي.

د دې ولایت د سرخرود ولسوالۍ یو کروندګر قسیم الله څو کاله وړاندې پخپلو پټیو کې کوکنار کرل،خو وروسته یې په خپله ځمکه کې د شفتالو باغ جوړ کړ چې دا یې دویم کال دی حاصل ورکوي.

وایي له کله چې د باغوانۍ په خوند پوه شوی نو بیا یې د کوکنارو بوټي ته ګوتې هم نه دي ور وړي.

هغه وايي " ګټه یې ښه ده، تر پخوا نوره هم ښه شوې، د شفتالو باغ تر کوکنارو راته ښه دی او زه په دې کار خوښ یم".

د میوو بل باغوان امید وایي په شپږ جریبه ځمکه کې یې د بېلابېلو میوو باغونه اباد کړي چې یو جریب یې حاصل ته رسېدلی دی.

د ننګرهار د کرنې اداره وايي په دغه ولایت کې نږدې درې زره جریبه ځمکه کې د شفتالانو باغونه جوړ شوي چې یوازې سږنی کال یې اوه نیم زره ټنه حاصل اټکل شوی او دا چاره د کوکنارو ښه بدیل دی.

وايي ننګرهار کې به د باغوانۍ برخې ته پام نور هم زیات کړي، او د شفتالو تر څنګ به د نورو میوو باغونو په جوړولو کې مرسته وکړي.