د نشه يي توکو پر ضد د پکتیکا د کرنې ریاست هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست مسئولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د نشه يي موادو د کښت د مخنیوي په موخه پر بزګرانو د زعفرانو تخمونه او د معتادینو پر کورنیو د چرګانو فارمونه وېشلي دي .

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست مسئولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د نشه يي موادو د کښت د مخنیوي په موخه پر بزګرانو د زعفرانو تخمونه او د معتادینو پر کورنیو د چرګانو فارمونه وېشلي دي .

د دې ریاست د معیشت بدیل مدیر حضرت خالد وايي چې بزګرانو ته یې له حلال کښت څخه د زیات حاصل تر لاسه کولو په موخه لسګونه سړې او شنې خونې هم جوړې کړې، چې هغوی د بېلابېلو مېوو په ساتلو او وچولو سره د نشه يي‌توکو په پرتله ډېره ګټه تر لاسه کړي.

هغه وايي " په تېرو کلونو کې موږ د مواد مخدر پر ضد اساسي کارونو کړي دي، له هغو کورنیو سره مو مرستې کړې چې د کور غړي یې معتاد دي او د کورنۍ اقتصادي وضیعت یې هم خراب وو. له دوی سره مونږ د وړو فارمونو په برخه کې کومک کړی دی او ۴۰۰ کورنیو ته مو هغه چرګې ورکړې چې په ورځ کې یوه هګۍ اچوي. له هغو بزګرانو سره مو د مڼو ونو مرسته کړې چې مخدرات نه کري او ددې ترڅنګ مو پر دوی د زعفرانو تخم وېشلی دی او دNHLP په مالي مرسته مو د هغو بزګرانو لپاره چې مخدرات نه کري ۲۱۰ شنې خونې هم جوړې کړې دي".

د کرنې ریاست مسئولین وايي‌ چې نږدې ټول فعالیتونو یې د نشه یي توکو د کښت په مخنیوي کې مرسته کړې ده او په راتلونکې کې هم د نشه يي‌ توکو د مخنیوي لپاره پروګرامونه په پام کې لري.