په کابل کې د اسمايي پل سیمه له معتادینو پاکه شوه

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل ښار کې د اسمايي پل سیمه چې پخوا په کې لسګونه معتادین دېره وو او په عام محضر کې یې نشه يي توکي څکول، اوس د معتادینو له حضور څخه په بشپړه توګه پاکه شوې ده.

په کابل ښار کې د اسمايي پل سیمه چې پخوا په کې لسګونه معتادین دېره وو او په عام محضر کې یې نشه يي توکي څکول، اوس د معتادینو له حضور څخه په بشپړه توګه پاکه شوې ده.

اړوندو مسئولینو په دې سیمه کې د پل شاوخوا سیمې د کټارو په لګولو سره تړلي او د معتادینو د تګ راتګ مخه یې نیولې ده.

د کابل اوسیدونکي د حکومت د دې کار هرکلی کوي او وايي چې باید په ټولو هغو سیمو کې چې معتادین دېره دي ورته ګام پورته شي.

د دې ښار یو اوسېدونکی هدایت الله له دې کاره خوښ دی "دا منطقه تاسو ته بهتره معلومه ده چې په کې د معتادینو نفوس بیخې زیات وو، د ورځې بل خوا ځي او د شپې دلته راځي، ښه خبره ده چې منطقه یې پاکه کړه په دې خوشحاله یو".

شیراز خان چې د معتادینو لپاره د درملنې غوښتنه کوي وايي"ښه کار یې کړی دی چې دا جال یې راتاو کړی، باید هرځای همداسې پټ کړي، معتادین ډېر شوي هره خوا چې ګورې هلته شته دي، همدا زما غوښتنه ده چې له هر ځای څخه راټول شي".

دوی وايي تر دې وړاندې به لسګونه معتادین دلته دیره وو او د نشه يي توکو د موندلو لپاره یې حتا غلاوې کولې.

لا هم د کابل په زیات شمیر سیمو کې معتادین شته چې د ښار د اوسیدونکو لپاره یې سرخوږی جوړ کړی دی.