په غزني کې د ښځینه او ماشومانو معتادینو د شمېر زیاتوالی

Your browser doesn’t support HTML5

په غزني کې ټولنیزې فعالانې وايي چې د نارینه معتادینو د شمېر له زیاتوالي سره په دغه ښار کې د ښځینه او ماشومو معتادینو شمېر هم زیات شوی.

په غزني کې ټولنیزې فعالانې وايي چې د نارینه معتادینو د شمېر له زیاتوالي سره په دغه ښار کې د ښځینه او ماشومو معتادینو شمېر هم زیات شوی.

ټولنیزه فعاله ساده وايي ډېری داسې کورنۍ یې لیدلې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ټول غړي په نشه يي توکو روږدي دي.

هغه وايي "زموږ په ګاونډ کې یوه کورنۍ وه چې مېرمن او خاوند دواړه په مخدراتو بوخت ول او د همدې له کبله یې خپله ۱۳ کلنه لور په دېرش زره وپلورله او ماما یې بیا څلویشت زره روپۍ ورکړې او انجلۍ یې بېرته بل چا ته پرته له واده ورکړه. له دولت څخه مو هیله چې دا خلک تر تداوي لاندې کړي یا سالم مصروفیت ورته پیدا کړي ځکه ځوانان د بې کارۍ له کبله نشې ته مخه کوي".

د غرني یوه بله فعاله خاطره مایار هم وايي چې په غزني د معتادینو ډېرښت یوه جدي ستونزه ده او د دوی اعتیاد مخامخ د کورنو په نورو غړو هم اثر کوي.

مایار وایي " موږ وینو په ښار کې ډېر زیات شمېر نارینه او ښځینه په مخدراتو روږدي دي نو له دولت څخه غواړو چې له دې خلکو سره مرسته او همکاري وکړي او دوی له دې موادو څخه وژغوري".

که څه هم په غزني کې د معتادینو د شمېر په اړه دقیقې شمېرې نشته خو ورځ تر بلې زیاتېدونکو معتادینو د دغه ښار خلکو ته اندېښنې پیدا کړي.