کرونا وایروس: په ګردېز کې د معتادینو د راټولېدو د ځایونو دواپاشي

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیا په ګردېز کې د روغتیا مسئولین په معتادینو کې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د معتادینو د را ټولېدو ځایونه دوا پاشي کوي.
د پکتیا په ګردېز کې د روغتیا مسئولین په معتادینو کې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د معتادینو د را ټولېدو ځایونه دوا پاشي کوي.

د نشه يي موادو د څکولو لپاره راټولېدونکي روږدي کسان وايي چې دې روغتيايي ټيم ورته د کرونا وایروس په اړه لازم معلومات او د ځان ژغورنې په هکله سپارښتنې کړي او تر يوه بريده يې مراعات کړې هم دي.

په نشه يي موادو روږدی ګل آغا وايي د روغتیايي مسئولینو لارښوونې یې په پام کې نیولي.

هغه وايي "چې دويم کس ورسره وګورو، بل انډيوال غږ پرې وکړي چې دا دې ولې داسې وکړل، دا خو منع شوی دی. له دې نه وروسته به دغه عملي کوو په انډيوالو باندې. بايد ويې نه نيسي. سړی خپل کوښښ کوي. بعد له کوښښ نه يې که ونيسي، هغه د الله تعالی کار دی".

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د روږدو کسانو د راټولېدو په ځايونو کې د دوا پاشي مسؤليت په دغه ولايت کې د اېچ آی وي او ايډز د کنترول مرکز پرغاړه اخيستی دی.

د دې مرکز مشر ډاکټر سلطان نیازی وايي چې د کرونا وایروس له خپرېدو سره یې معتادینو ته په دې اړه د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی.

هغه وايي " د دواپاشي پروګرام هم ورته لرو، مخکې هم ورغلي يو، عکسونه مو هم ورته توزيع کړل".
د ياد روغتيايي مرکز مسؤلين وايي، له دې کبله چې د روږدو کسانو د وجود دفاعيي سيستم کمزوری دی، نسبت روغو کسانو ته يې په کرونا ويروس د اخته کيدو چانس ډېر دی.

روغتيايي کارکوونکي حنيف الله وايي نور ځايونه هم شته، مثلاً چهار باغ، بلند منزل، د لرګيو اډه او همدارنګه په فاميليو کې هم يو ځای لرو چې هره ورځ هلته زموږ دوا پاشي دوام لري.

هغه وايي " عامه پوهاوی مو هم دوام لري تر څو دا خلک پوه کړو چې د دغه مرض مخنيوي وشي".

په پکتیا کې تراوسه په روږدو کسانو کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو راپور نه دی ورکړل شوی خو روغتيايي مسؤلين وايي چې که ټولنيزه فاصله مراعات نه کړي، د دوی ترمنځ ياد ويروس ته د خپرېدو زمينه مساعدېږي.