په کندهار کې د معتادینو پر مړینه د کرونا وایروس شک

Your browser doesn’t support HTML5

که څه هم په کندهار کې د کرونا وایروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي، خو په دغه ښار کې د معتادینو د راټولېدو ځایونه لا له ګڼې ګوڼې ډک دي.
که څه هم په کندهار کې د کرونا وایروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي، خو په دغه ښار کې د معتادینو د راټولېدو ځایونه لا له ګڼې ګوڼې ډک دي.

معتادین وايي چې په دې وروستیو کې یې ځینې ملګري ناڅاپه مړه شوي دي، خو نه پوهیږي چې دا به د کرونا یا کومې بلې ناروغۍ له امله وي.

د ښار په عمومي جاده کې په نشه روږدي معتادین له ټولنیز واټن او نورو صحي اصولو پرته له یو بل سره په ګډه نشه يي توکي کاروي.

معتادین وايي چې څو ورځې مخکې یې دوه ملګري مړه شول چې ټوخی او سا بندي یې لرله.

په کندهار کې د کرونا ناروغۍ د خپریدو له مهال څخه بیا تر اوسه معتادین وايي چي هیڅ روغتیايي مسئول نه دی ورته راغلی او نه چا د کرونا وایروس په اړه مالومات ورکړي دي.

په کندهار کې د نشه يي توکو د معتادینو د راټولېدو له ځایونو پوليسو تر ۳۰ تنو پورې معتادین یوه روغتیايي مرکز ته درملنې لپاره انتقال کړي.

که څه هم په رسمي ډول د روغتیا چارواکو په معتادینو کې د کرونا وایروس پېښې نه دي ثبت کړي، خو داسې شک کیږي چې کېدای شي ځینې معتادین د کرونا له امله مړه شوي وي.

د کندهار د عامي روغتیا مسئولین وايي‌چې دوی په معتادینو کې د کرونا وایروس د خپرېدو مخنیوي ته متوجې دي او د هغوی د څارنې لپاره یې ګرځنده روغتیايي ټیمونه هم په کار ګومارلي.

د کندهار د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر میراجان سلطاني وايي " زموږ سره تر اوسه داسې پېښه نه ده ثبت شوې او نه موږ ته هم داسې خبر راکول شوی دی چې معتادین دې په کرونا اخته شوي وي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت که څه هم په رسمي ډول په معتادینو کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې په کابل کې هم د معتادینو داسې مړي موندل شوي ول، چې شک کېدی کېدای شی د کرونا وایروس له امله مړه شوي وي.