ګل رسول: ماشومان مې زما د نشو له امله له ښوونځي پاته شول

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د نشه يي‌توکو یو معتاد وايي، پخوا یې ښه ژوند درلود خو کله چې په نشه يي توکو روږدی شو نو نه یوازې یې ژوند تریخ شو بلکې د خپلو بچیانو له پالنې هم پاته شو.
په ننګرهار کې د نشه يي‌توکو یو معتاد وايي، پخوا یې ښه ژوند درلود خو کله چې په نشه يي توکو روږدی شو نو نه یوازې یې ژوند تریخ شو بلکې د خپلو بچیانو له پالنې هم پاته شو.

ګل رسول چې د پوډرو قاچاقبر و او وروسته معتاد شو اوس د ننګرهار په غني خېلو کې د نشه يي توکو نورو معتادینو ته هم ساقیتوب کوي.

وايي ژوند یې ښه و، خو چې معتاد شو نو بدې ورځې یې شروع شوې، څو وارې په روغتون کې بستر هم شو خو له معتادۍ یې خلاصی ونه موند.

ګل رسول وايي" څو ځله مې هڅه وکړه چې نشې پرېږدم، روغتون کې هم بستر شوم، یو څو ورځې رانه پاتې وي، خو کله چې څوک لږ پوډر هم راکړي بیا په نشو اخته شم".

ګل رسول چې د اوو بچیانو پلار دی وايي که یې تداوي وشي او د روزګار غم یې وخوړل شي نو نشه پرېښودلی شي، که نه نو ستونزمنه ده.

د نشه يي توکو دغه معتاد وايي چې پنځه زامن او دوه لوڼې لري، خو ټول د ده د اعتیاد له امله له ښوونځي لرې پاتې شول چې دی یې راتلونکې ته اندېښمن دی.

هغه وایي پخوا به یې یوازې پوډر څکول، خو اوس که شیشه یا بله هره نشه په مخه ورشي نو اسره پرې نه کوي، خو په نورو خلکو یې غږ دا دی چې که ښه ژوند تبا کول نه غواړئ نو نشې ونه کړئ کنه نو ژوند به مو له کړاوونو ډک شي.