ننګرهاری معتاد: که نشه پرېږدم، کورنۍ راته واده کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې په نشه يي توکو یو روږدی ځوان چې په طبابت کې یې زده کړې کړي، د نشه يي توکو کارولو له ژونده ناهیلی کړی.
په ننګرهار کې په نشه يي توکو یو روږدی ځوان چې په طبابت کې یې زده کړې کړي، د نشه يي توکو کارولو له ژونده ناهیلی کړی.

جمیل وايي کورنۍ یې ځکه ورته واده نه کوي چې بیا به یې پاللی او ساتلی نه شي، هغه له نورو ځوانانو غواړي چې ځان له نشه يي توکو لرې وساتي.

جمیل خان د ننګرهار په روداتو کې ژوند کوي، خو تمامه ورځ یې د غني خېلو ولسوالۍ کې له نورو معتادینو سره تېرېږي.

وايي د ښوونځي له وخته یې چرس څکول خو وروسته یې د شیشې او پوډرو نشې هم پیل کړې.

جمیل په یوه خصوصي پوهنتون کې د وینې د معایناتو دوه کلنې زده کړې هم سرته رسولي، خو د نشې غم د دنیا له ښه ژونده بې برخې کړی دی.