ډېر ژر به په پکتیکا کې د معتادینو شل بستریز مرکز پرانیستل شي

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس وايي، چې په مرکز ښرنه کې د معتادینو د درملنې د شل بستریز مرکز چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او په شاوخوا ۱۵ ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس وايي، چې په مرکز ښرنه کې د معتادینو د درملنې د شل بستریز مرکز چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او په شاوخوا ۱۵ ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ډاکتر اسدالله رسولي وايي " دامهال د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې هم د معتادینو یو ۲۰ بستریز روغتون فعالیت کوي، خو د روږدو شمېر زیات او امکانات کم دي".

د عامې روغتیا رئيس وايي د دغه روغتون په فعالېدو سره به تر ډېره د معتادینو د درملنې پروسه چټکه او ستونزې به یې اوارې شي.