په پکتیا کې نږدې څلور ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د نشه يي توکو پرضد مبارزه ګړندۍ کړې ده.

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د نشه يي توکو پرضد مبارزه ګړندۍ کړې ده.

په ګردېز کې نږدې څلور ټنه هغه نشه يي توکي وسوځل شول، چې د تېر يوه کال په موده کې پوليسو د پکتيا په مختلفو سيمو کې نيولي وو. په دې کې چرس، اپين، هيرویين، شيشه، الکولي مشروبات او د نشه يي توکو په توليد کې کاريدونکي تيزاب شامل دي.

د پکتيا د پوليسو قوماندان سمونوال سلطان داود سلطان وايي، دا لاسته راوړنه څرګندوي چې پوليسو د مخدراتو د قاچاق، توليد او استعمال پرضد خپله مبارزه ګړندۍ کړې ده.

هغه وايي " ټول درې ټنه او اووه سوه کيلو ګرامه دي. د دې په تړاو پنځه دېرش کسان نيول شوي دي. له دې سره اته عرادې وسایطو وو او دوه ميليونه پاکستانۍ کلدارې هم ترلاسه شوې دي".

په پکتيا کې د مخدراتو پرضد د مبارزې رئيس حفيظ الله احمدزی وايي، چې په ياده برخه کې له پوليسو سره د خلکو همکاري هم د پخوا په پرتله ډېره شوې او دا په دغه مبارزه کې اغېزناک رول لري.

هغه وايي "د خلکو همکاري ده چې موږ تليفونونه کوي، چې په دې لار باندې قاچاق کيږي، يا په دغه موټر کې دي. نو په دې مورد د نورو خلکو همکاري له موږ سره زياته ده. ځکه خلک پوه دي چې دا داسې يو بوټی دی چې ضرر رسوي".

په پکتيا کې کې کوکنار نه کرل کيږي، خو سيدکرم، احمدابا، اريوب ځاځي او ځينې د دغه ولايت هغه سيمې دي، چې د چرسو کر په کې عام دی. دغه راز د دې ولايت له يو شمېر سيمو نه د نشه يي توکو د قاچاق د لارې په توګه هم استفاده کيږي.