په پکتیکا کې د نشه يي‌توکو د کاروبار پر زیاتوالي اندېښنې

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا د ولایتي شورا استازی افسرخان سلېمانخېل ادعا کوي چې د نشه يي‌ توکو پر ضد د پولیسو هڅو ښه پایله نه ده ورکړې او اوس هم په دغه ولایت کې د نشه يي توکو تولید او کاروبار روان دی.
د پکتیکا د ولایتي شورا استازی افسرخان سلېمانخېل ادعا کوي چې د نشه يي‌ توکو پر ضد د پولیسو هڅو ښه پایله نه ده ورکړې او اوس هم په دغه ولایت کې د نشه يي توکو تولید او کاروبار روان دی.

سلېمانخېل وايي چې تېر ژمی امنیتي ځواکونو څو ځله د کټواز په ډيله، وازیخوا او خوشامند ولسوالیو کې عملیات وکړل، خو په دغو ولسوالیو کې د چرسو کرنه، تولید، پیر او پلور اوس هم روان دی.

هغه وايي "قاچاقبر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي او د نشه يي‌توکو کاروبار تر پخوا زیات شوی دی".

سلېمانخېل وايي طالبان او قاچاقبران اوس سلا مشورې کوي چې یو ځل بیا په دغو سیمو کې د نشه يي توکو کښت پېل شي.

خو د پکتیکا پولیس وايي هر ځای چې دوی عملیات کړې دي هلته په بشپړ ډول نشه يي‌توکي له منځه وړل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیس تل په دې هڅه کې دي چې د نشه يي توکو کر او کاروبار ته اجازه ور نه کړي.