په کابل کې د نشه يي توکو کاروباریان نیول شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل امنیه قومانداني وايي چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یوې شبکې څلور غړي چې نیولي چې په دغه ښار کې یې په پرچون پلورونکو باندې نشه يي توکي وېشل.

د کابل امنیه قومانداني وايي چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یوې شبکې څلور غړي چې نیولي چې په دغه ښار کې یې په پرچون پلورونکو باندې نشه يي توکي وېشل.

چارواکي وايي چې پولیسو له دغو کسانو څخه یوه اندازه نشه يي توکي، ټابلیټ کا، پیسې او وسلې هم ترلاسه کړي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي "له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو په کابل کې د مخدره موادو د ویشلو د یوې شبکې څلور غړي نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه الکولي مشروبات، نقدې پیسې او یو میل کلاشینکوف ترلاسه شوي دي".

فرامرز زیاتوي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس په کابل کې د نشه يي توکو د پلورونکو د نیولو او مافیايي کړیو د له منځه وړلو په برخه کې په جدي ډول خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

بل خوا د کابل پولیسو په جلا عملیاتو کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر او پلورونکی نیولی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه کس یې د کابل په یوولسمه امنیتي حوزه کې د درې کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق پر مهال نیولی دی.

د دې تر څنګ پولیسو تیره ورځ د کابل په پلچرخي سیمه کې دوه تنه چې غوښتل یې له ننګرهار څخه کابل ته ۱۷زره ټابلیټ کا قاچاق کړي لاس په لاس نیولي دي.