یو پخوانی ډګروال څنګه د پوډرو او شیشې معتاد شو؟

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د نشه يي توکو یو معتاد موسی ادعا کوي چې د ملي اردو پخوانی ډګروال دی او کلونه یې په ملي اردو کې خدمت کړی دی، خو اوس شپه او ورځ د پوډرو او شیشې په نشه کې ډوب وي.
په کابل کې د نشه يي توکو یو معتاد موسی ادعا کوي چې د ملي اردو پخوانی ډګروال دی او کلونه یې په ملي اردو کې خدمت کړی دی، خو اوس شپه او ورځ د پوډرو او شیشې په نشه کې ډوب وي.

موسی خان چې د قران کریم قاري هم دی، وايي چې د پوځي دندې تر پرېښودو وروسته یې موټروانۍ ته مخه کړه چې هلته په نشه یي توکو اخته شو.

موسی وایي نږدې شپږ کاله یې کاماز موټر وچلاوه، چې یو ورځ په جنډه کې د هغه باجه چې کلینر و، په چرسو کې هییروین ورکړل چې له هغه وروسته معتاد شو.

موسی وايي " د اردو په څلور سوه بستر روغتون کې زما ټول اسناد شته، د نظامي زده کړو په برخه کې مې ستاینلیکونه اخیستي دي، بس دغه عمل ته چې راغلي یم، اوس نو عملي یم، چې له خولې مې اور هم والوځي بیا مې هم څوک خبره نه اوري".

موسی وايي اولادونو یې لوړې زده کړې کړي او ښه ژوند لري، خو د ده د ژوند ټولې خوښۍ نشو له خاورو سره خاورې کړې.

هغه له خپلې کورنۍ لرې د کابل په نوې کارته کې د معتادینو په سمڅو کې دېره وي، چې د ورځې په ګرامونو پوډر او شیشه څکوي.