د ملي اردو یو پخوانی سرتېری څنګه د نشه يي توکو معتاد شو؟

Your browser doesn’t support HTML5

قیس چې پخوا د افغانستان د ملي اردو په لیکو کې سرتیری وو، وايي له ترخیص وروسته د بې‌کارۍ له امله په نشه‌يي توکو اخته شو.

قیس چې د افغانستان د ملي اردو په لیکو کې سرتیری وو، وايي له ترخیص وروسته د بې‌کارۍ له امله په نشه‌يي توکو اخته شو.

هغه چې اوس د کابل د زاړه ښار سیمه کې له نورو معتادینو سره نشه‌يي مواد څکوي وايي که په ملي اردو کې بېرته ورته وظیفه ورکړل شي نو له نشو لاس اخلي.

قیس وايي "نهه نیم کاله مې په پکتیا کې د ملي اردو په لیکو کې عسکري کړې ده، درې کاله کېږي چې ترخیص مې اخیستی او کابل ته راغلی یم، د بې‌کارۍ له کبله په نشه‌يي توکو اخته شوم".

قیس وايي له معتادۍ مخکې یې څو ځله د افغانستان دفاع وزارت او نورو اړوندو ادارو ته مراجعه کړې خو په وینا یې چې "واسطه ونه لرې او یا پیسې ورنه کړې" خالي بستونه نه پیدا کېږي.

دی چې د څلورو اولادونو پلار دی اوس په کابل کې د سوند توکي پلوري او له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.