پخوانی نظامي، اوسنی معتاد

Your browser doesn’t support HTML5

پخوانی نظامي افسر عبدالباري چې شا و خوا شل کاله کیږي په نشه يي توکو اخته دی وايي د دندې پر مهال یې مډالونه ترلاسه کړي ول خو د نشو له امله یې هر څه له لاسه ورکړل.

پخوانی نظامي افسر عبدالباري چې شا و خوا شل کاله کیږي په نشه يي توکو اخته دی وايي د دندې پر مهال یې مډالونه ترلاسه کړي ول خو د نشو له امله یې هر څه له لاسه ورکړل.

هغه وايي نشو ته یې ځکه مخه کړې چې په ژوند کې یې ډېرې ستونزې لرلې خو اوس پښېمانه دی او هڅه کوي له نشه يي‌توکو لاس واخلي.

په نشه يي توکو اخته دغه معتاد وايي "رتبه مې دوهم بریدمن وه چې کله لومړی بریدمن کېدم ډاګټر نجیب الله یې شهید کړ، ما ته یې ستوری هم راکړ. زما د وخت ملګري یا جنرالان یا ډګروالان دي خو زه یو معتاد یم".

عبدالباري چې دا مهال د غزني د معتادینو په پنځوس بستریز روغتون کې تر درملنه لاندې دی وايي له درملنې وروسته غواړي له خپلې کورنۍ سره عادي ژوند ته راوګرځي.

هغه وايي نه یوازې حکومت بلکې ټول باید د نشه يي توکو د کښت په مخنیوي کې خپلې هڅې وکړي، ځکه د ډېرو ځوانانو او آن ښځو ژوند یې خراب کړی.