د پولیسو یو پخوانی سرتېری څنګه معتاد شو؟

Your browser doesn’t support HTML5

د پولیسو یو پخوانی سرتېری امان الله چې د کابل په باغ قاضي سیمه کې له نورو معتادینو سره یو ځای نشې کوي، وايي چې د مېرمنې له مړینې وروسته په نشو اخته شو.

د پولیسو یو پخوانی سرتېری امان الله چې د کابل په باغ قاضي سیمه کې له نورو معتادینو سره یو ځای نشې کوي، وايي چې د مېرمنې له مړینې وروسته په نشو اخته شو.

هغه چې پنځه بچیان هم لري وايي چې نشه يي‌توکو یې د ژوند ټولې خوښۍ له خاورو سره خاورې کړې.

امان الله وايي " یو نفر راغی زما د بچو مور باندې یې ډزې کړې، زما مېرمن یې وویشته، له هغې ورځې را په دې خوا روږدی شوم، ټول اولادونه مې واړه دي، خپلو خپلوانو کې هیچا زما سره مرسته ونه کړه، نه مې څوک پوښتنه کوي، دا پوډر چې څکوم د همدې مشکلاتو له لاسه".

امان الله په کابل ښار کې په یو کرايي کار کې اوسیږي، وايي که لاړ شم او ځان بستر کړم، ماشومانو مې یوازې پاتیږي.

هغه وايي دومره څوک نشته چې د ماشومانو سرپرستي یې وکړي، له همدې امله غوسه کیږم او نشو ته مخه کوم.

امان الله وايي چې د ژوند کړاوونو دومره په عذاب کړی چې آن د ځان وژنې فکر ور پیدا شوی و، خو کله چې یې پوډر وڅکول ارام به شو.