د پکتیا کروندګر له حکومت څخه د غنمو د تخم غوښتنه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتيا يو شمېر بزګران د غنمو د ښو تخمونو د نشتوالي له امله سږ کال د غنمو حاصلاتو ته خوښ نه دي او وايي چې د حاصلاتو د خرابوالي له امله مجبور دي چې د بنګو کرکيلې ته مخه کړي.
د پکتيا يو شمېر بزګران د غنمو د ښو تخمونو د نشتوالي له امله سږ کال د غنمو حاصلاتو ته خوښ نه دي او وايي چې د حاصلاتو د خرابوالي له امله مجبور دي چې د بنګو کرکيلې ته مخه کړي.

کروندګر يارمحمد د ګردېز اړوند په ملاخېلو کلي کې پر خپله يوه اندازه ځمکه د خپلو پخېدونکو غنمو لو ته شپې شمېري. وايي حاصلات به يې د ګاونډيانو په نسبت ښه وي، خو د ده په زړه نه دي.

يارمحمد له دولت نه غوښتنه کوي چې له کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو مرسته وکړي. د ده په وينا که بزګرانو ته اصلاح شوی تخم نه رسيږي، مجبور دي چې د بنګو کرکيلې ته مخه کړي.

هغه وايي " که غنم ښه نتيجه ورکړي، ولې به چرس کري. که جوار ښه نتيجه ورکړي، ولې به چرس کري. که باغونه ښه حاصلات ورکړي ولې به چرس کري. که نور کرنيز توکي حاصلات نه ورکوي نو خلک مجبور دي چرس وکري".

سره له دې چې د کرنې مسئولينو ويلي وو، چې سږکال په دغه ولايت کې چرس نه کرل کيږي، خو بيا هم د پکتيا په ځينو سيمو کې د بنګو پريمانه کښت شوی.

د خوست یو کروندګر حاجي رحیم وايي چې د اوبو کمښت او د اصلاح شويو تخمونو د نشتون له کبله يې بنګو ته مخه کړې ده.

هغه وايي " پروسږ کال څلور سوه منه دغه ځای وکړل. سږکال يې ته خپله وينې، چې اتيا منه وکړي هم بس دي. په دې کې دوه برخې مالکې رانه اخلي. ما ته څه شی پاتې کيږي؟. ما ته هيڅ شی هم نه پاتې کيږي".

د پکتيا د کرنې رئيس وايي چې تېرکال يې په دې ولايت کې د چرسو د کرکيلې د مخنيوي لپاره ۲۰۰ مټريک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم پر کروندګرو وېشلی و.

محمد الدين مومند زياتوي چې سږکال بيا هم د ۲۰۰ مټريک ټنو غنمو اصلاح شوی تخم وېشي. د ده په وينا، دا به له کروندګرو سره مرسته وکړي، چې د چرسو پرځای حلالو کښتونو ته مخه کړي.

ښاغلی مومند وايي " د غنمو کرکيله حلال کښت دی او د پکتيا ولسونه پر دې پوه شوي دي چې د نشه يي توکو پرځای حلال کښت وکړي. دا هم د نشه يي توکو د کرکيلې په مخنيوي کې مهم رول لري. موږ د زعفرانو توزيع هم لرو".

په پکتیا کې د نشه يي توکو د کرکيلې د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره بديل زعفران بلل کیږي، خو د کرنې مسئولين وايي چې که د نورو کښتونو هم سمه پالنه وشي، دا هم د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي کې ډېره مرسته کوي.