په کندهار کې کروندګر د تریاکو د بدیل لپاره مرسته غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د نشه يي توکو یو شمېر کروندګر وايي که د نشه يي توکو په کرلو کې مرسته ورسره وشي او حاصلاتو ته یې بازار پیدا شي، نو هیڅکله به د تریاکو کرلو ته زړه ښه نه کړي.
په کندهار کې د نشه يي توکو یو شمېر کروندګر وايي که د نشه يي توکو په کرلو کې مرسته ورسره وشي او حاصلاتو ته یې بازار پیدا شي، نو هیڅکله به د تریاکو کرلو ته زړه ښه نه کړي.

دوی وایي د اقتصادي ستونزو له لاسه تریاک او نور نشه يي توکي کري.

د دغه ولایت د ژړۍ ولسوالۍ یو کرونده ګر موسی جان وايې چې په زیانونو يې ښه پوهیږې خو بله هیڅ لار نده ور پاته.

هغه وايي " تریاک مو کرلې، داغه زموږ ګټه ده، که حکومت وايي چې مه یې کړئ نو دوی زموږ سره څه مرسته کړې ده؟"

د کرونده ګرو د اساسي ستونزو حل ته نه پاملرنه ځمکه وال د کوکنارو د کښت بل لامل یادیږي.

حاجي خیرالله چې په ژړۍ کې کرنیزه ځمکه لري وايي د کوکنارو پرضد مبارزه کې اړمنو کسانو ته مرسته نه ده رسېدلې.

د ژړۍ ولسوالۍ د سنځري د سیمي اوسیدونکی حاجي جانان وايي د نشه يي توکو له کښت سره معتادین هم زیاتیږي.

د کندهار چارواکي وايي سږ کال د نورو په پرتله په دغه ولایت کې زیات کوکنار کرل شوي.

تېره اونۍ د دغه ولایت چارواکو خبر ور کړ چې ډېر ژر به د کوکنارو پر ضد کمپاین پېل کړي.