پخوانی معتاد، اوسنی اشپز

Your browser doesn’t support HTML5

حفیظ الله چې دم ګړی د ابن سینا د معتادینو د درملنې په روغتون کې مشر اشپز دی، یو وخت په نشه يي توکو روږدی وو، د نشو له پرېښودو وروسته اشپزۍ ته مخه کړې ده.
حفیظ الله چې دم ګړی د ابن سینا د معتادینو د درملنې په روغتون کې مشر اشپز دی، یو وخت په نشه يي توکو روږدی وو، د نشو له پرېښودو وروسته اشپزۍ ته مخه کړې ده.

حفیظ الله وايي د نشه يي توکو د اخیستلو لپاره به یې غلاوې کولې او د کور اسباب به یې خرڅول .

هغه وايي " درې نیم کاله مې په بدبختۍ تېر کړل، خو اوس خوښ یم او ویاړ کوم، چې هرې درې یا څلور میاشتې وروسته کور ته ځم، ماشومان مې په خوشحالۍ هرکلی کوي".

حفیظ الله وايي‌ له بدو ملګرو سره ناستې پاستې په نشو اخته کړ، هغه وايي خلک باید د ملګرو په ټاکنه کې احتیاط وکړي.