پکتیکا: بزګر د مېوو له حاصلاتو خوښ دي

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې باغوانان د باغونو له حاصلاتو خوښ دي او پر نورو کروندګرو هم غږ کوي چې د نشه يي‌توکو د کرلو پر ځای دې د باغونو جوړولو ته مخه کړي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې باغوانان د باغونو له حاصلاتو خوښ دي او پر نورو کروندګرو هم غږ کوي چې د نشه يي‌توکو د کرلو پر ځای دې د باغونو جوړولو ته مخه کړي.

د مرکز ښرنې اوسېدونکی غلام جېلاني له تېرو څو کلونو راهیسې د مڼو او انګورو باغ لري، هغه وايي له دې لارې د کورنۍ ټول لګښتونه پوره کوي.

دغه باغوان وايي چې له پیله حلال کښت کوي او تر اوسه یې چرس او نور نشه یي توکي نه دي کرلي.

هغه وايي "حرام کښت ګناه هم لري او ګټه یې هم د مېوو په نسبت کمه ده، موږ په کور کې د مڼو، بادامو او انګورو باغونه ایښي، اسانه هم دي او ګټه یې هم ډېره ده".

محمود چې د انګورو باغ پالي وايي په کلي کې یې نږدې ۳۰ د مېوو باغونه دي او کلیوال یې له باغونو خوښ دي.

هغه وايي په کومه سیمه کې چې نشه يي مواد کرل شوي وي، د هغې سیمې ډېری ځوانان په دغه بد عمل هم اخته کېږي.

محمود وايي "زه له دې باغ څخه د ټول کور لپاره ګټه اخلم، که دلته د نشه يي بوټو یوه کرونده م وای، د بزګر کورنۍ او کلیوال هم پرې اخته کېدل".

که څه هم د پکتیکا ولایت د مرکز په ګډون د دغه ولایت په نږدې ولسوالیو کې نشه يي توکي نه کرل کېږي، خو په دې وروستیو کې په ډیله خوشامند کې چې ډېری برخه یې د وسله والو مخالفینو په واک کې ده، په پراخه اندازه چرس کرل شوي دي.