په هند کې له زده کړو فارغ، چې په نشو اخته شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د لغمان د معتادینو د درملنې شل بستریز روغتون کې هغه ځوان هم بستر دی چې په هند کې یې لوړې زده کړې کړي او دوه کاله یې له یوې نړیوالې ادارې سره دنده هم کړې ده.
د لغمان د معتادینو د درملنې شل بستریز روغتون کې هغه ځوان هم بستر دی چې په هند کې یې لوړې زده کړې کړي او دوه کاله یې له یوې نړیوالې ادارې سره دنده هم کړې ده.

نهه ویشت کلن عبدالقدوس د کابل د پغمان دی، هغه چې په هند کې یې د اقتصاد پوهنځی لوستی، وايي په ۲۰۱۷ کې تر فراغت وروسته یې په کابل کې له یوې نړیوالې موسسې سره دنده واخیستله.

هغه وايي " کله چې فارغ شوم او بېرته له هند څخه وطن ته راغلم، د ښاروالۍ په چوکاټ‌کې مې د نړیوال بانک په یوه پروژه کې دنده ومونده، خو انډیوالانو په نشو اخته کړم او هر څه رانه پاته شول".

هغه وايي لومړی یې چرس څکول خو وروسته یې شیشه هم شروع کړه، خو کله چې د دفتر مسئولین په خبر شول نو له دندې یې وشاړه.

وايي د هند په پونا مشهور پوهنتون کې له فراغت وروسته یې ښه ورځ ونه لیده، خو دا هر څه پرې د نږدې ملګرو له لاسه تېرېږي.

عبد القدوس وايي د لغمان په دغه شل بستریز روغتون کې له بسترېدو وروسته ښه شوی او یو ځل بیا یې ژوند ته هېلې زیاتې شوي، وايي بېرته به عادي ژوند ته راوګرځي.

هغه وايي چې بېرته روغ شي او دنده واخلي، نو د معاش یوه برخه به د هغو خلکو په درملنه ولګوي چې نشه يي توکو یې لکه د ده په څېر ژوند تریخ کړی دی.

عبدالقدوس وایي هیڅ وخت د نشې د پرېښودلو او معتادۍ نه د خلاصون لپاره ناوخته نه دی او هغوی چې لا هم نشه يي توکي کاروي باید د خپلې درملنې غم وخوري.